د پکتیکا د نېزه وهنې لرغونی کلتور او نړیوال افتخارات

د پکتیکا د نېزه وهنې لرغونی کلتور او نړیوال افتخارات

د پکتیکا په ارامو او خړوپړو درو کې کله چې د آسونو سمیې خاوره ووهي، د باد په شپېلۍ کې د دوو زرو کلونو زوړ تاریخ انګازې جوړوي. نېزه وهنه دلته یوازې لوبه نه ده؛ دا هغه کلتوري سپرغۍ ده چې د پکتیکا، پکتیا او غزني له شین کوکب راټوکیډلې او د باباګانو په لاسي یادونو پر پښو ولاړه ده.

خو د حجرو دغه کلتوري غرور نن تر نړيوالو اسمانونو رسېدلی دی. د تېر کال په نړیوال جام کې چې په پاکستان کې د ۴۲ هېوادونو ترمنځ ترسره شو، د هېواد له ۸ واړو لوبغاړو ۶ یوازې د پکتیکا وو، چې پایلوبه یې خپله کړه او د سرو زرو ۳ مډالونه یې د خپلو درنو شملو زیب کړل.

خو د دا ډول نړیوالو بریاوو او د سرو زرو د مډالونو تر شا، د اسونو د هغو زړو روزونکو ناپایه مینه او زحمت دی چې د اس په ژبه او د دې دوه زره کلن کلتور په لوړ قیمت ښه پوهېږي.

پکتیکا، پکتیا او غزني هغه ولايتونه دي چې نېزه وهنه یې پیدا کړې او له دوو زرو کلونو راهیسې یې ژوندۍ ساتلې. په دې لوبه کې آس خاص حيوان دی چې ژر پوهېږي. د دې سیمو اقتصاد ښه نه دی، د آس ساتل زیات مصارف او لوړ قیمت غواړي، خو خلک یې ځکه ساتي چې د دې دود د ساتنې هوډ لري.

په پکتیکا کې که لمر پریوځي هم، د دې خاورې د ارامو نېزو برېښ او د آسونو د سمیو طنین نه پورته کېږي؛ دا ولس به دا دوه زره کلنه مینه تل تر راتلونکو نسلونو پورې رسوي.

مطالب بیشتر:  د چاپېریال ساتنې ملي اداره: راتلونکی پسرلی تر دوه میلیونه زیات نیالګي کېنوو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *