هرات د ځان‌بسیاینې پر لور؛ شپږو میاشتو کې د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات

هرات د ځان‌بسیاینې پر لور؛ شپږو میاشتو کې د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات

د هرات د صنایعو او کانونو، د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ او د کسبګرو خونو مسوولین دلته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د کورنیو تولیداتو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي.

دوی وایي، چې د افغانستان تولیداتو ته په نړیوالو بازارونو کې د لېوالتیا له زیاتوالي سره سم، په تېرو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي او کرنیز تولیدات د نړۍ څو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د مسوولینو په وینا، د هرات کورني تولیدات ایران، ترکمنستان، عراق، جرمني، ترکیې، پاکستان، ازبکستان، امریکا، انګلستان، اتریش، قزاقستان، چین، لبنان، هند، ایټالیا، یمن او سعودي عربستان ته صادر شوي دي.

د هرات د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ خونې مسوولین زیاتوي، چې یوازې په تېره یوه میاشت کې د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۷ زره ټنه کرنیز او د مالدارۍ محصولات صادر شوي دي.

په هرات کې خصوصي سکتور وایي، چې لا هم په هېواد کې د صادراتو پر وړاندې یو شمېر ننګونې پر ځای دي.‎

یو شمېر سوداګر وایي، چې د دغو ستونزو په له منځه وړلو او د اسلامي امارت له لوري د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرېدو سره به د هرات صادرات بهرنیو هېوادونو ته څو برابره زیات شي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ، سږ کال د تېر کال په پرتله د دغه ولایت صادرات ۷۰ سلنه زیات شوي دي.

د ویلو ده، چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نږدې ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۷۰ زره ټنه کورني تولیدات صادر شوي وو.

مطالب بیشتر:  د ارغندۍ سب‌سټېشن چارو کې پرمختګ؛ آیا کابل کې به د برېښنا ستونزه هواره شي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *