په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوایي ډګر دروازه کې د چاودنې له امله، د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو سختې نیوکې کړې دي. ټرمپ ویلي چې «ویده جوبایډن» له افغانستانه په وتلو سره، یو شمېر امریکایي ځواکونه بېدفاع پرېښودل. په ورته وخت کې، د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «لویه تېروتنه» او د دغه بهیر د عملي کېدو څرنګوالی یې «ناورین» بللی دی. په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د حکومتولۍ په برخه کې ناکامه وه. په دې خبري ټولګه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمو پېښو ته کتنه شوې ده. له دې وروسته تاسو کولی شئ هره ورځ د «خبري مېز» ټولګه د آفاق خبري آژانس له پلیټفارمونو وګورئ