اطلاعاتو ته د لاسرسي له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې کابل کې د یوې غونډې پر مهال، اطلاعاتو ته پر وخت او کره لاسرسي ټینګار کړی دی.
د دې کمېټې مشر جمیل وقار ویلي، چې له خلکو او رسنیو سره د حکومت د همکاریو زیاتول کولی شي د حکومت او هېوادوالو ترمنځ د لا نږدېوالي زمینه برابره کړي. هغه په کور دننه او له هېواده بهر خلکو ته په کره ډول د حکومت د پیغام رسولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
وقار اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې شته ننګونو ته په اشاره زیاته کړې، چې په دې برخه کې پنځه عمده ستونزې شته او له حکومت یې وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه وویل: «هر څومره چې له خلکو او رسنیو سره د حکومت همکاري زیاته شي، په هماغه کچه به د حکومت او خلکو ترمنځ د نږدېوالي زمینه برابره شي.»
په همدې حال، د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجتالله مجددي اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسی د خبریالانو له اساسي حقونو وباله او ویې ویل، چې رسنۍ او خبریالان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ښاغلي مجددي زیاته کړه: «رسنۍ او خبریالان له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي او اړتیا ده چې کورني او نړیوال بنسټونه په دې برخه کې له هغوی ملاتړ وکړي.»
له بلې خوا، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر نعیمالحق حقاني په دې غونډه کې وویل، چې اړوند بنسټونه ځانونه مکلف بولي، څو له رسنیو سره معلومات شریک کړي. هغه پر بېلابېلو مسایلو د خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، یوازې ویناوې او تبلیغات د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی. حقاني زیاته کړه: «د بېلابېلو مسایلو په اړه باید خبرې وشي او یوازې ویناوې او تبلیغات د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم رسنۍ د حکومت، خلکو او نړۍ ترمنځ د اړیکو پل وبللې او ویې ویل، چې د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق دی. قانع ټینګار وکړ چې خلکو ته د معلوماتو رسول او د اوازو د خپرېدو مخنیوی اهمیت لري او حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هڅې کړې دي.
خو په دې غونډه کې یو شمېر خبریالانو وویل، چې اطلاعاتو ته چټک او کره لاسرسی لا هم د خبریالانو او هېوادوالو له اساسي اړتیاوو دی. د دوی په باور، اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیا کولی شي د اوازو په کمېدو، د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د خلکو، حکومت او رسنیو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
خبریال زاهد همایون په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «اطلاعاتو ته چټک او دقیق لاسرسی د خبریالانو لپاره بنسټیز اهمیت لري او خلکو ته د سمو معلوماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولی شي.»
خبریالې فرحناز فریبرز هم اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي لپاره د زمینه برابرېدو غوښتنه وکړه.
اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۸مه لمانځل کېږي. یونسکو دغه ورځ په ۲۰۱۵ کال کې اعلان کړه او ملګرو ملتونو هم په ۲۰۱۹ کال کې په رسمي ډول په رسمیت وپېژندله.
