افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند بوږنوونکې کیسې

افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند بوږنوونکې کیسې

د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري توګه را ایستل شوي یو شمېر کډوال وایي، چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کېده. دوی له اسلامي امارت په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سرپناه او کاري زمینو برابرولو په برخه کې د مرستو غوښتنې کوي.

رحیم‌الله او بلال چې د ننګرهار اړوند د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي، وایي چې لا هم هر ورځ سلګونه کورنۍ د پاکستان لخوا په جبري توګه را ایستل کېږي. یو شمېر راستانه شوي وايي پاکستان کې ځورول شوي، نيول شوي او په غير قانوني ډول ترې پېسې اخستل شوې دي.

سیدالرحمان مومند او نجیب‌الله چې په جبري توګه را ایستل شوي، له اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د سرپناه او کاري زمینو برابرولو په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو رییس غلام الرحمان بلال بيا له پاکستانه راستانه شويو سره د بيلابيلو مرسته، کاري زمينو  او سرپناوو د برابرولو ډاډ ورکوي.

پاکستان له اوږدې مودې راهيسي د افغان کډوالو پرضد ځورونکې عمليات پيل کړي او د بيلابيلو نړۍوالو بنسټونو له غوښتنو سره سره یې، لا هم په خپل چلند کې بدلون نه دی راوستی او د افغان کډوالو پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

مطالب بیشتر:  کډوالو چارو وزارت: نږدې یوه‌نیمه میاشت کې تر یو میلیون زیات کسان راستانه شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *