هرات او د پانګونې لېوالتیا؛ شپږو میاشتو کې تر سلو زیاتو سوداګرو پانګونه کړې

هرات او د پانګونې لېوالتیا؛ شپږو میاشتو کې تر سلو زیاتو سوداګرو پانګونه کړې

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، چې په دې وروستیو کې په بهر کې د مېشتو افغان سوداګرو له لوري په دغه ولایت کې د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې ده. د چارواکو په وینا، په تېرو میاشتو کې څه باندې سلو سوداګرو د صنعتي فابریکو د جوړولو، د لوړو ودانیو د جوړولو او نورو برخو کې پانګونه کړې ده.

په همدې حال کې، یو شمېر سوداګر وایي چې په هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره یې خپلې پانګې د کارموندنې او پراختیا په موخه افغانستان ته انتقال کړې دي.

په همدې لړ کې د عمران احدي په نامه یوه افغان سوداګر په دغه ولایت کې د یوه لوی استوګنیز او سوداګریز کمپلکس د جوړولو له پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د دې کمپلکس د جوړولو لپاره یې، خپله پانګه له بهره هېواد ته راوړې ده.

په هرات کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې په دې وروستیو کې په نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان سوداګرو له لوري په دغه ولایت کې د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې ده. د دغه ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین د معلوماتو پر بنسټ، وروستیو شپږو میاشتو کې څه باندې سلو سوداګرو خپلې پانګې دې ولایت ته انتقال کړې او په بېلابېلو برخو کې یې پانګونه کړې ده.

یو شمېر سوداګر وایي، چې په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي. دوی له نورو په بهر کې مېشتو افغان سوداګرو غواړي، چې د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو او د هېواد د ابادۍ لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مطالب بیشتر:  د کابل – تاشکند ترمنځ د همکاریو پراختیا؛ د صادراتو زیاتوالی او د باغونو جوړول

د هرات والي نور احمد اسلام‌جار ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې د امنیت او ثبات له ټینګېدو سره د سترو پانګونو لپاره زمینه برابره شوې ده. نوموړی وایي، چې په هېواد کې د پانګه‌والو امنیت خوندي دی او اسلامي امارت د هغوی له پانګونو ملاتړ کوي.

د هرات سیمه‌ییز چارواکي زیاتوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور پانګونې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې دي. د چارواکو په وینا، دغه پانګونې په بېلابېلو برخو، لکه صنعت، کرنه، ودانیزو چارو، روغتیا او نورو برخو کې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *