افغانستان پنځه کاله وروسته؛ د کورنیو واقعیتونو او د امنیت شورا د دریځ ترمنځ واټن

افغانستان پنځه کاله وروسته؛ د کورنیو واقعیتونو او د امنیت شورا د دریځ ترمنځ واټن

د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې یو ځل بیا د دغه هېواد په اړه د دوو لیدلورو ترمنځ واټن په ډاګه کړ: یو هغه لیدلوری چې له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان تر ډېره د بشري حقونو، ترهګرۍ او پر ژمنو نه عمل له دریڅې کتل کېږي او بل هغه لیدلوری چې پر نسبي ثبات، تعامل، اقتصادي پراختیا او په سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو کې د افغانستان پر تدریجي ادغام تمرکز کوي.

مهمه پوښتنه دا ده: ایا د ننني افغانستان ارزونه، پرته له دې چې د جمهوري نظام میراث او په تېرو پنځو کلونو کې رامنځته شوي بدلونونه وڅېړل شي، کولی شي د دغه هېواد د واقعیت بشپړ انځور وړاندې کړي؟

حتا د یوناما ارزونه هم په بشپړه توګه یو اړخیز او منفي انځور نه وړاندې کوي. د یوناما سرپرستې جورجټ ګانیون په خپل راپور کې امنیت شورا ته په ډاګه کړې چې د افغانستان اوسني چارواکي د هېواد سراسري کنټرول، د امنیت ښه والی، د زیربناوو پراختیا او د اقتصادي ثبات لپاره هڅې خپلې لاسته راوړنې ګڼي او ځینې دغه بدلونونه یې «هیله‌بښونکي» بللي دي. په ورته وخت کې، یوناما پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، د حکومتولۍ ډول، د بشري حقونو وضعیت او د وسله‌والو ډلو شتون د جدي اندېښنو په توګه یاد کړي دي.

دغه دوه‌ګونی چلند ځکه مهم دی چې ښيي د ننني افغانستان ارزونه یوازې د یوه شاخص له مخې نه شي کېدای.

سیمه‌ییز لیدلوری؛ د انزوا پر ځای تعامل

چین، روسیې، ایران او هند د امنیت شورا په غونډه کې، که څه هم په خپلو دریځونو کې یې توپیرونه لرل، خو له افغانستان سره یې پر تعامل ټینګار کړی دی. دغه لیدلوری په وروستیو کلونو کې د کابل په اړه د سیمه‌ییزې پالیسۍ په یوه مهمه برخه بدل شوی دی.

چین په دې غونډه کې له افغان حکومت سره د خبرو اترو، د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو، د یو اړخیزو بندیزونو د لغوه کولو او د مرستو د بیا پیلولو پر اهمیت ټینګار وکړ. بیجینګ په عین حال کې د ښځو د حقونو او د وسله‌والو ډلو د ګواښونو په اړه هم خپلې اندېښنې مطرح کړې.

مطالب بیشتر:  د مخابراتي شبکو بندېدل؛ له ګنګوسو تر اندېښنو

روسیې لا څرګند دریځ درلود. د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل چې له افغانستان سره د «واقعي او عملي تعامل» لپاره بدیل نشته او له اوسنیو چارواکو سره خبرې باید پر باور ولاړې وي، نه پر فشار او ګواښ. د غونډې په وړاندې شویو معلوماتو کې هم راغلي چې مسکو پر پراختیا، سیمه‌ییزې همکارۍ او د افغانستان پر ځان بسیا حکومت د جوړولو پر هڅو ټینګار کړی دی.

هند هم پر سولې، ثبات او د افغانستان پر هوساینې د سیمې د دوامدارې پراختیا د لیدلوري د یوې برخې په توګه ټینګار وکړ. د دغه هېواد استازي د دوحې په بهیر کې د نوي ډیلي ګډون، پراختیايي همکاریو او سیمه‌ییزو نوښتونو ته د همدې پالیسۍ د برخې په توګه اشاره وکړه.

ایران هم په تېرو پنځو کلونو کې د وسله‌والو نښتو کمېدل او د امنیت نسبي ښه والی هغه لاسته راوړنې وبللې چې باید وساتل شي. تهران، په داسې حال کې چې یې امنیتي او بشري اندېښنې مطرح کړې، پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، اوسپنې پټلۍ، کرنې او د چابهار بندر پر ظرفیت ټینګار وکړ، څو افغانستان له سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو سره ونښلول شي.

قزاقستان هم دې لیدلوري ته نږدې دریځ غوره کړ او له افغان چارواکو سره یې «اصولي او عملي تعامل» د افغانستان د ثبات او پراختیا لپاره تر ټولو عملي لاره وبلله. د قزاقستان استازي کایرات عمروف، په داسې حال کې چې ټینګار یې وکړ تعامل لازماً د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی، خبرداری ورکړ چې د افغانستان انزوا هم دایمي حل‌لاره نه شي وړاندې کولی. آستانې د سیاسي او امنیتي مسایلو ترڅنګ، د سوداګرۍ پر پراختیا، د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا، سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان د اقتصادي ځان‌بساینې پر لور پر حرکت ټینګار وکړ. دغه دریځ ښيي چې له کابل سره د تعامل تمایل یوازې په چین، روسیه، ایران او هند پورې محدود نه دی، بلکې د مرکزي آسیا په هېوادونو کې هم د اقتصادي همکارۍ او د افغانستان د سیمه‌ییز ادغام پر بنسټ لیدلوری د پیاوړي کېدو په حال کې دی.

دغه دریځونه یو واقعیت روښانه کوي: د افغانستان په اړه سیمه‌ییزه تګلاره په زیاتېدونکي ډول پر دې انګېرنه ولاړه ده چې د کابل انزوا دایمي حل‌لاره نه ده.

مطالب بیشتر:  د کابل او استانې ملګرتیا؛ قزاقستان ولې افغانستان سره تودې اړېکې پالي؟

ورکه کړۍ؛ د جمهوري نظام میراث

د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو یوه نیمګړتیا د اوسنیو ستونزو د ریښو د څېړنې کم‌رنګ کېدل دي. ډېرې هغه مسئلې چې نن د امنیت شورا په غونډو کې مطرح کېږي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې نه دي پیل شوې.

افغانستان په هغه وخت کې داسې یو هېواد و چې اقتصاد یې پر بهرنیو مرستو متکي، بانکي نظام یې زیان‌من، ادارې یې کمزورې او زیربناوې یې ناکافي وې. جګړې هم د دوو لسیزو په اوږدو کې پراخ بشري او اقتصادي زیانونه پرېښي وو. له دې لیدلوري، د تېرو پنځو کلونو ارزونه پرته له دې چې د پیل ټکی په پام کې ونیول شي، له تحلیلي پلوه نیمګړې ده.

په همدې توګه بله پوښتنه دا مطرح کېږي:

ولې په ډېرو نړیوالو غونډو کې د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د سیاسي جوړښت او د هغه د بهرنیو ملاتړو مسؤلیت د هغو ستونزو په رامنځته کېدو کې، چې اوسني حکومت ته په میراث پاتې دي، د انتقادي ارزونې لږه برخه جوړوي؟

د دې پوښتنې مطرح کول د اوسني حکومت د مسؤلیت د لرې کولو په معنا نه دي. هر حکومت د خپلې دورې د سیاستونو مسؤل دی. خو دغه اصل باید د تېر حکومت او هغو نړیوالو لوبغاړو په اړه هم عملي شي چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي جوړښت په رامنځته کولو کې مستقیم رول درلود.

د ترهګرۍ په اړه د اسلام‌آباد ادعاوې او د پاکستان کورنۍ شخړه

د غونډې یوه بله برخه ترهګرۍ ته ځانګړې شوې وه. پاکستان ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. دا ادعا یوازې د یوه منل شوي واقعیت په توګه نه شي وړاندې کېدای؛ ځکه اسلامي امارت تل د اسنادو او شواهدو له لارې د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

په مقابل کې، د افغانستان او پاکستان د اړیکو بل اړخ هم د پاملرنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د پاکستان له لوري د غزني، کنړ، خوست او پکتیکا پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو او ملکي وګړو او زیربناوو ته د اوښتو زیانونو یادونه شوې ده. همداراز، د پاکستان له خاورې د توغندیزو بریدونو او سرحدي نښتو موارد هم ثبت شوي دي.

مطالب بیشتر:  ‏د منځني ختیځ مخ پر زیاتېدونکی کړکېچ

له همدې امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي کړکېچ یوازې د افغانستان پر یو اړخیز مسؤلیت محدودول، د مسئلې پېچلتیا له پامه غورځوي.

د بحران له روایت ورهاخوا

افغانستان لا هم له جدي اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. امنیت شورا ته وړاندې شوی راپور ښيي چې د ۲۰۲۶ کال بشري مرستو پروګرام له سخت مالي کمښت سره مخ دی او یوازې ۲۹.۹ سلنه اړینې بودیجې یې تأمین شوې ده.

خو یوازې پر دغو ستونزو تمرکز، پرته له دې چې د پراخو جګړو د کچې کمېدل، د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه، د زیربناوو پروژې، د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پراختیا او د اقتصاد د ثبات لپاره هڅې وارزول شي، د افغانستان انځور نیمګړی کوي. حتا یوناما په خپله ارزونه کې سراسري کنټرول، د امنیت ښه والی، د زیربناوو پراختیا او د اقتصادي ثبات هڅو ته اشاره کړې ده.

پایله

افغانستان کې د سیاسي نظام له بدلون پنځه کاله وروسته، اصلي بحث باید نور یوازې د «بشپړ منلو» او «بشپړې انزوا» ترمنځ محدود نه وي. هغه څه چې د چین، روسیې، ایران او هند له دریځونو څرګندېږي، د یوه عملي لیدلوري رامنځته کېدل دي چې تعامل د اختلافاتو د مدیریت او د ثبات د ملاتړ وسیله ګڼي.

امنیت شورا کولی شي د اوسني وضعیت اړوند اندېښنې مطرح کړي، خو د دغو ارزونو باور هغه مهال لا زیاتېږي چې لاسته راوړنې هم په همدومره دقت وڅېړل شي او د افغانستان د ستونزو مسؤلیت یوازې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته محاسبه نه شي.

نننی افغانستان نه له ستونزو پاک هېواد دی او نه هماغه د ۲۰۲۱ کال افغانستان دی. اغېزمنه نړیواله تګلاره هغه مهال رامنځته کېږي چې دواړه واقعیتونه هم‌مهاله وارزول شي: هغه ستونزې چې لا هم پر خپل ځای دي او هغه بدلونونه چې د تېرو پنځو کلونو پرمهال رامنځته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *