که څه هم تمه وه نن (دوشنبه) په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د ترتیباتو په موخه، د عمان په کوربهتوب د ایران او د فارس خلیج هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه جوړه شي، خو د عمان د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې د ځنډېدو خبر ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فارس خلیج چارو عمومي مدیر محمد علي بک د دې غونډې ځنډېدل بیا د عمان او ایران ګډه پرېکړه بللې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه د سیمې د ځینو هېوادونو په غوښتنه شوې ده.
محمدعلي بک د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د سیمې د ځینو هېوادونو په غوښتنه او د عمان او ایران د ګډې پرېکړې له مخې، د خلیج فارس د ساحلي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هغه غونډه چې د دوشنبې ورځې لپاره پلان شوې وه، بلې نېټې ته وځنډول شوه.»
بلخوا اکسیوس وېبپاڼې د خلیجي هېوادونو د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د دې غونډې د متن په اړه ملاحظات لرل او له همدې امله یې د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.
د اکسیوس د راپور په یوه برخه کې راغلي: «سعودي عربستان د غونډې د ځنډ غوښتنه کړې وه، ځکه چې د غونډې د متن په اړه یې ځینې ملاحظات لرل.»
د هرمز تنګي په اړه د دې غونډې له ځنډېدو سره هممهاله، د یمن حوثیانو پر بابالمندب کنټرول زیات کړی او له دې سره سم، په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو بیې څه باندې ۳ ډالره لوړې شوې دي. د معلوماتو پر بنسټ، د دوشنبې په سهار نړۍوالو بازارونو کې د هر بېلر برنټ خامو تېلو بیه ۱۰۸.۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
