سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ په وروستیو ورځو کې متقابل بریدونه نه دي تبادله شوي، خو د دواړو خواوو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوې او ګواښونه لا هم پر ځای دي. تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو ځل بیا پر ملکي زېربناوو د بریدونو او د ایران پر خلکو د اقتصادي فشارونو په غبرګون کې ویلي، چې ایرانیان به هېڅکله زور ته تسلیم نه شي.
مسعود پزشکیان د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «که امریکایان جګړه غواړي، باید زموږ له پوځي ځواکونو سره مخامخ شي؛ ولې یې د ملکي زیربناوو، خوراکي سرچینو او د خلکو د معیشت پر ضد جګړه پیل کړې ده؟ که هغوی انسانان دي، نو ولې خلک اوبو، خوړو او درملو ته له لاسرسي محروموي؟»
د ایران ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تمه ده نن په عمان کې د ایران او د فارس خلیج عربي هېوادونو ترمنځ په هرمز تنګي کې د تګ راتګ د ترتیباتو په اړه غونډه جوړه شي؛ خو ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د تهران او مسقط ترمنځ تفاهم د هرمز تنګي د پرانیستلو په مانا نه دی او ټینګار یې کړی، څو چې امریکا د ایران شرطونه ونه مني، دا تنګی به تړلی پاتې وي.
د تسنیم خبري آژانس د راپور په یوه برخه کې په دې اړه راغلي: «د ایران او عمان وروستی تفاهم په هېڅ ډول د هرمز تنګي د پرانیستلو په مانا نه دی. ایران او عمان د تنګي له لارې د ننوتلو او وتلو د نویو مسیرونو د جزئیاتو او مشخصاتو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. د دې تفاهم له مخې، فارس خلیج ته د ننوتلو مسیر به په بشپړه توګه د ایران په ځمکنیو اوبو کې وي او د وتلو د مسیر یوه برخه به هم د ایران له ځمکنیو اوبو تېره شي.»
که څه هم د منځګړو هېوادونو له لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو د کابو کولو او د ستونزې د سولهییز حل هلې ځلې روانې دي، خو د ایران پارلمان د ملي امنیت کمیسیون مرستیال عباس مقتدایي ویلي، هر هغه مذاکرات چې د «مقاومت محور» کمزوری او لاستهراوړنو ته یې زیان ورسوي، له تاوان پرته به بل څه نه وي.
عباس مقتدایي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «هر ډول خبرې اترې چې د مقاومت د محور د لاسته راوړنو او بریاوو د کمزوري کېدو لامل شي، له تاوان پرته به، بل څه نه وي. نړیوالې موضوعګانې باید د نویو شرایطو له مخې بیا وارزول شي او له سره تعریف شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه امنیتي اندېښنې لا هم پر ځای دي. تازه د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان ویلي، چې یوه بېړۍ له دې تنګي د تېرېدو پر مهال د یوه «ناپېژندل شوي توغندي» په وسیله په نښه شوې ده.
