د پاکستان پلازمېنه اسلامآباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو له لومړي پړاو پنځه ورځې تېرې شوې، خو لا هم نه یوازې تاوتریخوالی نه دی کم شوی، بلکې د دواړو لورو ترمنځ لفظي شخړې دوام لري او دې چارې د سیمې فضا له ابهام سره مخامخ او اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
په داسې حال کې چې امریکا د جګړې د ژر پای ته رسولو هڅې کوي، خو په ورته وخت کې د اقتصادي او پوځي فشارونو د زیاتوالي سیاست هم تعقیبوي، چې پکې سمندري کلابندي هم شامله ده؛ دا هغه تګلاره ده چې تهران یې د شوي اوربند خلاف بولي. د امریکا د دې اقداماتو په غبرګون کې، تهران ګواښ کړی چې که د ایران سمندري محاصره دوام ومومي، نو په سره سمندر، فارس خلیج او عمان سمندر کې به سوداګرۍ ته اجازه ورنه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، له خپل چینایي سیال وانګیي سره په ټیلیفوني اړیکه کې، په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د امریکا د پاروونکو اقداماتو د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
عباس عراقچي په دې ټلیفوني مکالمه کې زیاته کړې: «موږ په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د امریکا له لوري د پاروونکو اقداماتو او دریځونو د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکوو او ټینګار کوو چې دا کړنې کولی شي د سیمې وضعیت نور هم پېچلی کړي. موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا د وړاندیز شوي پرېکړهلیک پر وړاندې د چین او روسیې دریځ ستایو او دا د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوي لپاره یو اغېزمن ګام بولو.»
د تهران او واشنګټن ترمنځ د لفظي شخړو په اوج کې، د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل احتمال هم زیات شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې غواړي له ایران سره جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي. هغه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خصوصي مېلمستیا کې د هالنډ له پاچا او ملکې سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې، چې غواړي دا جګړه هر څومره چې ژر وي، پایته ورسوي.
سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی چې د راتلونکو خبرو په اړه، چې ښايي بیاځلي په اسلاماباد کې ترسره شي، خوشبیني زیاته ده. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په دې اړه زیاته کړې: «موږ لا هم په جدي ډول په دې خبرو کې ښکېل یو او خبرې رغنده روانې دي. که د ایران او امریکا ترمنځ خبرې وشي، ډېر احتمال لري چې هماغه ځای کې وي چې مخکې وې، یعنې د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد.»
په همدې حال، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف، چې د تهران د مذاکراتي پلاوي مشري کوي، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې امریکا باید د اوربند تړون ته ژمنه پاتې شي. هغه زیاته کړې چې په دې اوربند کې باید لبنان هم شامل دي. ښاغلي قالیباف زیاته کړې: «مقاومت او ایران هم په جګړه او هم په اوربند کې د یوه وجود غړي دي. په لبنان کې د بشپړ اوربند او پراخ اوربند ټینګښټ، د حزبالله او د هغه د سیمهییزو متحدینو د مبارزې پایله ده.»
په همدې حال، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په اتمه ورځ، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته ورسېد. دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د اوربند د غځولو او د خبرو د دویم پړاو پیلېدو په اړه هڅې روانې دي.
له دې ټولو سره سره، د تاوتریخوالي او متقابلو ګواښونو د دوام ترڅنګ، ډیپلوماسي او د خبرو اترو د دویم پړاو په اړه هم هیلې زیاتې شوې او ښایي راتلونکې ورځې خورا برخلیک ټاکونکې وي. دا چې د ایران او امریکا ستونزه به د خبرو اترو له لارې حل او که بیا به دواړه لوري جګړې ته ستانه شي، هغه څه دي چې راتلونکي به روښانه شي.
