د ایران له جګړې وروسته څلور جیوپولیټیکي سناریوګانې؛ له نیمګړې سولې د زبرځواکونو تر تقابل

د ایران له جګړې وروسته څلور جیوپولیټیکي سناریوګانې؛ له نیمګړې سولې د زبرځواکونو تر تقابل

اتلانتيک شورا په یوه تحلیلي راپور کې د ایران جګړې جیوپولیټیکي پایلې اروزلې او د سترو زبرځواکونو، په ځانګړي ډول د امريکا او چين ترمنځ یې د راتلونکې سیالۍ په اړه څلور احتمالي سناریوګانې وړاندې کړې دي. په دې راپور کې ټينګار شوی چې د هرمز تنګي برخليک او د واشنګټن او بيجينګ د تعامل څرنګوالی به د راتلونکي نړۍوال نظم په جوړېدو کې ټاکونکی رول ولري.

په دې تحليل کې راغلي چې د جګړې له پيله د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو د تهران او واشنګټن ترمنځ لنډمهاله نازک اوربند ټینګ شوی او ایران په هرمز تنګي کې په محدود ډول د بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړې؛ خو امريکا لا هم د تهران پر وړاندې د سمندي کلابندۍ پر دوام ټینګار کوي. له دې سره هم‌مهاله، د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلي.

د دې تحلیلي راپور ليکوالانو (جفري کومينو او باري پاول) د دوو کلیدي متغیرو عواملو په طرح کولو سره، په فارس خليج کې د امريکا د پوځي ژمنتيا کچه (محدوده يا پراخه) او د چين د تګلارې ډول (غير فعال يا فعال) اړوند څلور اساسي سناريوګانې وړاندې کړې دي. د دغو دوو عواملو ترڅنګ، د هرمز تنګي وضعيت د یوه مهم او اغېزناک متغیر په توګه یاد شوی؛ هغه حياتي لار چې د جګړې د پایلو په ټاکنه کې اساسي رول لري، هغه دا چې د جګړې پایلې به یوازې سیمه‌ییزې پاتې شي او که به په نړۍوال بحران بدلې شي؟

په لومړۍ سناريو کې، چې د لنډ مهال لپاره تر ټولو قوي احتمال بلل شوی، امريکا پر محدودو پوځي اقداماتو بسنه کوي او چين هم يو غير فعال خو فرصت‌طلب دريځ غوره کوي. په دې حالت کې، اوربند يوې ناتمامه سولې ته رسېږي؛ ايران کمزوری کېږي خو لا به هم د تاوتريخوالي د رامنځته کولو وړتيا ولري او چين له دې فرصته تهران سره د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا لپاره ګټه اخلي. که په هرمز تنګي کې ګډوډي محدوده پاتې شي، د جګړې اغېزې به د کنټرول وړ وي، خو د ګډوډۍ دوام کولی شي د انرژۍ پر بازارونو او د لوېديځو ائتلافونو پر يووالي سخت فشار راولي.

مطالب بیشتر:  د فارن پالیسي څېړنه؛ ولې امریکا د «اعظمي فشار» په کارولو سره لا هم نه ده توانېدلې ایران شاتګ ته اړ کړي؟

دویمه سناريو هغه حالت ته اشاره کوي چې پکې امريکا لا هم محدود چلند ته دوام ورکوي، خو چين په فعاله توګه ډګر ته را دانګي. په دې حالت کې، له ایرانه د بيجينګ اقتصادي، معلوماتي او ډيپلوماټيکي ملاتړ عملاً توازن بدلوي. دا بهير کولی شي د امريکا نفوذ کمزوری کړي، د بنډيزونو په نظام کې درزونه رامنځته او د چين، روسيې او ايران محور پياوړی کړي.

په درېيمه سناريو کې، امريکا پرېکړه کوي چې خپل پوځي حضور زيات کړي او يو قاطع کمپاین پيل کړي، په داسې حال کې چې چين لا هم غير فعال پاتې کېږي. که دا تګلاره بريالۍ شي، واشنګټن کولی شي خپله سټراټيژيکه برلاسی بېرته ورغوي او ايران شاتګ ته اړ کړي. خو دا سناريو به د امريکا لپاره په ځانګړي ډول په پوځي او اقتصادي برخو کې لوړ لګښتونه ولري او کېدای شي دا چاره په نورو جبهاتو، لکه ختيځه آسيا، کې د واشنګټن وړتيا محدوده کړي.

څلورمه سناريو، چې تر ټولو خطرناکه بلل شوې، هغه مهال رامنځته کېږي چې هم امريکا پراخ پوځي حضور ولري او هم چين په فعاله توګه د ايران په ملاتړ ډګر ته راودانګي. په دې صورت کې به، د دوو لويو زبرځواکونو سيالي يو ښکاره پړاو ته دننه او د يوې نوې سړې جګړې بڼه به غوره کړي. په داسې حالاتو کې د د هرمز تنګي دوامداره ګډوډي کولی شي نړۍوال اقتصاد د انرژۍ له سختو ټکانونو او آن رکود سره مخ کړي او له دې سره هم‌مهاله دا سناریو ښایي د چين، روسيې، ايران او نورو لوبغاړو ترمنځ د يوه پراخ او قوي ائتلاف جوړېدو لامل شي.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت څلور کلن امنیتي مزل؛ سراسري امنیت او د وسله‌والو ډلو ځپل

اتلانتیک شورا د دې تحليل په پای کې ټينګار کوي چې په لنډ مهال کې تر ټولو احتمالي لاره يوه ناپايداره او مبهمه سوله ده؛ داسې حالت چې نه يې بنسټيز اختلافات حل کړي او نه يې د تاوتريخوالي د زياتېدو ګواښونه له منځه وړي دي. د ليکوالانو په اند، همدا ابهام کولی شي د خبرو د ناکامۍ په صورت کې د لا خطرناکو سناريوګانو لپاره زمينه برابره کړي.

د دې تحلیلي راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، چې که څه هم جګړه په لنډمهال ډول درېدلې، خو د لويو زبرځواکونو سيالي لا هم روانه ده او د دې جګړې راتلونکی د اصلي لوبغاړو پر سټراټيژيکو پرېکړو او په میدان کې بدلونونو پورې تړلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *