د «انعکاس» د ۲۸/۱/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسف خان لالي د سیاسي چارو له شنونکې روحالله هوتک سره د امریکا او ایران ترمنځ پر روانو ترینګلتیاوو، د ډونالډ ټرمپ پر ادعاوو او د محمدباقر قالیباف پر تازه څرګندونو بحث وکړ. د خپرونې په پیل کې اساسي پوښتنه دا وه چې ایا واشنګټن او تهران هوکړې ته نږدې شوي او ایا له دې جګړې وروسته ایران په یوه سیمهییز ځواک بدل شوی دی؟
په لومړۍ برخه کې، روحالله هوتک امریکا ته په اشارې سره وویل چې واشنګټن خپلو ژورو ستراتیژیکو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی او له سختې ناکامۍ سره مخ شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې امریکا غوښتل د تهران په رژیم کې بدلون راولي او په سیمه کې خپل قدرت پراخ کړي، خو له هر ډول نظامي او اقتصادي فشارونو سره سره یې ونه توانېدل د ایران مخه ونیسي. هوتک ټینګار وکړ چې امریکا په منځني ختیځ کې ماتې خوړلې ده. هغه د لبنان پر وړاندې د اسراییلو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې د لبنان خلک د خپل ننګ او غیرت لپاره د صهیونستي رژیم پر وړاندې ټینګه مبارزه کوي. نوموړي پر اسلامي نړۍ غږ وکړ چې د صهیونستي رژیم پر وړاندې پاڅون وکړي.
د خپرونې په بله برخه کې، هوتک د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه وویل چې پاکستان په درېیو برخو (نړیوالو سټېجونو کې پروپاګند، د مهاجرینو پر وړاندې بشر ضد چلند او سیاسي-اقتصادي فشار) کې پر افغانستان د بریا په ترلاسه کولو کې ناکام شو. د نوموړي په وینا، پاکستان وروسته نظامي اړخ ته مخه کړه او د خپل هېواد امنیتي ستونزې یې پر افغانستان ورتپلې. هغه زیاته کړه چې دا د امریکا یوه پروژه ده، خو پاکستان په دې کار سره په سیمه کې له نظامي ځواب او سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.
پایله:
د هوتک له تحلیل څخه دا څرګندېږي چې امریکا په سیمه کې له نظامي او ستراتیژیکې ماتې سره مخ ده او خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلې ده. همدارنګه، د کابل او اسلاماباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې ښيي چې پاکستان اوس مهال له سخت اقتصادي بحران او سیاسي انزوا سره لاس او ګریوان دی.