وال‌سټریټ ژورنال: د فارس خلیج متحدین د واشنګټن پر امنیتي ژمنو لا شکمن شوي

وال‌سټریټ ژورنال: د فارس خلیج متحدین د واشنګټن پر امنیتي ژمنو لا شکمن شوي

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې پر فارس خلیج هېوادونو د ایران وروستیو بریدونو پر وړاندې د واشنګټن نه غبرګون دغه هېوادونه، په ځانګړي ډول متحده عربي امارات ناهیلي او خوابدي کړي دي.

د راپور له مخې، دوې ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو پر دوبۍ او شارجه ښارونو له بریدونو وروسته، چې اماراتي چارواکو یې پړه پر ایران واچوله، خو تهران په کلکه رد کړه، تر اوسه د امریکا متحده ایالتونو دغو بریدونو ته هېڅ پوځي غبرګون نه دی ښودلی. د دغې ورځپاڼې په وینا، ډونالډ ټرمپ د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو له درېیو پړاوونو وروسته، چې د واشنګټن پر یوه مهم سیمه‌ییز متحد، یعنې اماراتو ترسره شول، پرېکړه کړې چې ځواب ورنه کړي؛ دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت له هغه اوربند تېره شوې چې خپله ټرمپ یې منځګړیتوب کړی و.

په راپور کې راغلي، چې د خلیج هېوادوند د امریکا پر چلند اندېښمن شوي او وېره لري، چې دا چلند تهران ته دا پیغام ورکوي، چې د کړکېچونو پراختیا ګټوره تمامېدای شي؛ ځکه ټرمپ له جګړې د وتلو پر سیاست ټینګار کوي او پر خپلو سیمه‌ییزو متحدینو بیاځلي بریدونه له پامه غورځوي. په همدې وخت کې اروپايي او آسیايي هېوادونه، هغه که د امریکا متحدین دي او که سټراټیژیک سیالان، روان بدلونونه له نږدې څاري.

د راپور په بله برخه کې راغلي چې د جګړې له پیل راهیسې، چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوې، ایراني چارواکو څو ځله هغه جمله تکرار کړې چې د مصر پخواني ولسمشر حسن مبارک ته منسوبه ده: «هغه کسان چې ځانونه په امریکا کې رانغاړي، لوڅ دي.» د ډیپلوماټانو او شنونکو په وینا، پر اماراتو او نورو خلیجي هېوادونو له توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو وروسته، عام احساس دا دی چې ښايي دا خبره د واقعیت انځور وي.

مطالب بیشتر:  امریکا کې د افغانانو نیولو لړۍ دوام؛ طبیعي که پلان شوې سناریو؟

د وال‌سټریټ ژورنال په وینا، ټرمپ د دوشنبې ورځې بریدونه «کوچني او محدود» بللي، سره له دې چې دغو بریدونو الوتنې ګډوډې کړې او د اماراتو حکومت یې اړ کړ چې ښوونځي د اونۍ تر پایه وتړي. بل لور ته، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د واشنګټن له آنده «اوربند په بشپړه توګه نافذ دی.»

په دې راپور کې وړاندې د دوبۍ د «او‌آراف منځني ختیځ» څېړنیز مرکز څېړونکي، مهدي غلوم ویلي: «داسې ښکاري چې ایران د اوربند د ماتېدو لپاره چمتو دی، خو امریکا دا ډول چمتووالی نه لري؛ نو ځکه اوسنی اوربند عملاً یو اړخیز حالت لري.»

همدارنګه، دانیا ظفر، چې د «فارس خلیج نړیوالې ټولنې» د څېړنیز مرکز مشره ده، دغې ورځپاڼې ته ویلي، متحده عربي امارت چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د ۲۸۳۸ توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلي، له نورو خلیجي هېوادونو سره یوځای د امریکا او اسراییلو د هغې پرېکړې له امله له جدي ګواښ سره مخ شوي چې پر ایران یې برید وکړ. هغې ټینګار کړی: «د خلیج هېوادونو له نظره داسې ښکاري چې امریکا د هغوی امنیت لومړیتوب نه ګڼي او عملاً یې قرباني کړي دي. که امریکا ځواب ورنه کړي، په ایران کې به دا برداشت پیاوړی شي چې واشنګټن جګړې ته د بېرته ستنېدو لېوالتیا نه لري، او دا چاره به د بریدونو پر مخنیوي منفي اغېز وکړي.»

وال‌سټریټ ژورنال د امریکا د اروپايي او آسیايي متحدینو اندېښنو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغه هېوادونه وېره لري، څرنګه چې ټرمپ د اماراتو پر وړاندې غبرګون ونه ښود، ښایي د خپلو شخصي ګټو په پار د روسیې، چین یا د شمالي کوریا احتمالي بریدونو پر وړاندې هم غبرګون ونه ښیي.

مطالب بیشتر:  پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ یرغل؛ د اسلامي هېوادونو بې‌اتفاقي او د تهران مقاومت

د راپور په بله برخه کې د دې وضعیت اوږدمهاله پایلو ته اشاره شوې او دا پوښتنه مطرح شوې چې آیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې لا هم د امنیت تضمین بلل کېږي، که دا اډې خپله په یو لوی ګواښ او درانه مسوولیت بدلې شوې دي؟

په همدې تړاو، د برېټانیا د هوايي ځواک متقاعد مارشال او د دغه هېواد د دفاع وزارت د عملیاتو پخواني مشر، اډوارډ سټرېنګر، ویلي: «که تاسو فکر کاوه چې د امریکا د پوځي اډو په کوربتوب سره د دغه هېواد وفاداري اخلئ، اوس ښايي دې پایلې ته ورسېږئ چې دا ډول اډې تاسې په هدف بدلوي، په داسې حال کې چې امریکا کېدای شي په پای کې تاسې د خپلو ګټو قرباني کړي.»

د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، داسې ښکاري چې ایران د هرمز تنګي د فشارونو پر دوام باور لري؛ ځکه وخت د دوی په ګټه روان دی، او هرڅومره چې پر ټرمپ ادارې فشار زیاتېږي، په هماغه کچه به د زیاتو امتیازونو د ترلاسه کولو امکان هم لوړ شي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *