طبیعي سرچینې د هېوادونو د اقتصادي او سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي او د پراختیايي اقتصاد په ادبیاتو کې د اقتصادي ودې، د عامه عوایدو د ساتلو او د ملي ځواک د پیاوړتیا له بنسټیزو توکو څخه بلل کېږي.
د طبیعي سرچینو د اقتصاد د نظریې له مخې، له معدني او انرژۍ سرچینو اغېزمنه ګټه اخیستنه کولی شي د تولید، پانګونې، کارموندنې او صنعتي پراختیا ظرفیت لوړ کړي. د دې ترڅنګ، د طبیعي سرچینو د منفي اغېزو نظریه چې که حکومتي بنسټونه کمزوري وي، روڼتیا نه وي او مدیریت ناسم وي، طبیعي سرچینې د پراختیا پر ځای د فساد، د اقتصادي تنوع د کمېدو او د دوامدارې ودې د ټکنۍ کېدو لامل ګرځېدای شي.
له دې لیدلوري، د طبیعي سرچینو اغېز پر اقتصادي پراختیا تر ډېره د زیرمو پر کچه نه، بلکې د اقتصادي حکومتولۍ پر کیفیت او د دغو سرچینو د مدیریت پر څرنګوالي پورې تړاو لري.
افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیوم، سرو زرو، سکرو، نفتو، ګازو، قیمتي ډبرو، اوبو او حاصلخیزو ځمکو له پراخو زیرمو څخه برخمن دی او د اقتصادي پراختیا لپاره ځانګړی ظرفیت لري.
دغه سرچینې که په علمي او رڼه توګه د ملي ګټو پر بنسټ مدیریت شي، کولی شي د کورنیو عوایدو د بسیاینې، پر بهرنیو مرستو د تکیې کمولو او د ملي اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په مهمو سرچینو بدلې شي.
د سیاسي اقتصاد له نظره، طبیعي سرچینې هغه مهال پر سټراټیژیکه پانګه بدلیږي چې د هغو عواید د زیربناوو، بشري پانګې او تولیدي ظرفیتونو په پراختیا کې ولګول شي. د ټولنیزې مالیې له نظره، د طبیعي سرچینو د کېندنې او ګټې اخیستنې عواید د دولت د بودجې په برابرولو کې مهم رول لري.
په ترانسپورټ، انرژۍ، د اوبو مدیریت، زدهکړو، روغتیا او ټکنالوژۍ برخو کې د دغو عوایدو پانګونه د اقتصادي ودې او د تولید د کچې د لوړوالي زمینه برابروي. سربېره له دې، د کانونو د کېندنې او اړوندو صنعتونو پراختیا د ارزښت د زیاتېدو، د ناخالص کورني تولید د لوړوالي، د کارموندنې د پراختیا او د صادراتو د پیاوړتیا لامل کېږي.
د زنځیري ارزښت د نظریې له مخې، په کور دننه د خامو موادو پروسسول د خامو موادو له صادرولو څخه ډېر اقتصادي ارزښت رامنځته کوي او د ملي صنعتونو د ودې زمینه برابروي.
طبیعي سرچینې یوازې اقتصادي اهمیت نه لري، بلکې په سیاسي اقتصاد او بهرنیو اړیکو کې هم سټراټیژیک رول لري. معدني او د انرژۍ زیرمو ته لاسرسی کولی شي د پانګونې د جذب، د ټکنالوژۍ د لېږد او له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
خو د ډېرو طبیعي سرچینو لرونکو هېوادونو تجربه ښيي چې د روڼتیا نشتوالی، کمزوری څار، ناقانونه کیندنې او ناسم مدیریت د سرچینو د ضایع کېدو، د ملي عوایدو د کمېدو او د پانګهوالو د باور د کمزوري کېدو لامل کېږي.
افغانستان هم د طبیعي سرچینو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې له یو شمېر ننګونو سره مخ دی چې د تخنیکي زیربناوو کمښت، نوې ټکنالوژۍ ته محدود لاسرسی، د متخصصو کسانو کمښت، غیرمعیاري استخراج، د پروسس صنعتونو ته اړتیا او د څارنې د نظام کمزوري پکې شامل دي.
د دغو ستونزو د حل لپاره بنسټیزو اصلاحاتو، د متخصصو بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو، د نوې ټکنالوژۍ کارونې او د چاپېریال ساتنې معیارونو ته پام اړتیا ده. همدارنګه، د طبیعي سرچینو د عوایدو یوه برخه د استخراجي سیمو پراختیا ته ځانګړې کول کولای شي، د اقتصادي ګټو عادلانه وېش او سیمهییزه پراختیا پیاوړې کړي.
په پایله کې، طبیعي سرچینې د افغانستان د دوامدارې پراختیا او د هېواد د سیاسي اقتصاد د پیاوړتیا له مهمو سټراټیژیکو فرصتونو څخه دي. د دغو سرچینو پر بنسټ ښه حکومتولي، روڼتیا، ځوابویونکی مدیریت او دوامداره ګټه اخیستنه، د عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ، د صنعتي پراختیا، د پانګونې د جذب، د صادراتو پراختیا، کارموندنې او د افغانستان د اقتصادي کېدو ته زمینه برابروي.
له همدې امله، په افغانستان کې د طبیعي سرچینو اقتصادي بریا یوازې د زیرمو پر پراخوالي نه، بلکې د اقتصادي سیاستجوړونې پر کیفیت او د دغو ملي پانګو پر اغېزمن مدیریت پورې تړلې ده.
