د واشنګټن پوسټ راپور ته غبرګون؛ د القاعده د شتون ادعاوې تش پروپاګند دی

د واشنګټن پوسټ راپور ته غبرګون؛ د القاعده د شتون ادعاوې تش پروپاګند دی

امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې ۲۵ کاله وروسته، القاعده شبکې په افغانستان کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. دغې ورځپاڼې په خپل راپور کې ادعا کړې، چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو طرحه د افغانستان په روزنیزو کمپونو کې جوړه شوې وه.
د واشنګټن پوسټ د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته، القاعده اوس په افغانستان کې د بیا تنظیمېدو په حال کې ده؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شویو شرایطو او امنیتي تشې زمینه برابره کړې، څو القاعده یو ځل بیا خپل فعالیتونه احیا کړي.»

د اسلامي امارت ویاند بیا د دې ادعا په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري او د هېواد خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د حضور په اړه راپورونه سیاسي تبلیغات بولي او په خبره یې، هېواد کې د دا ډول ډلو د حضور هېڅ نښه نه شته.

ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور په غبرګون کې زیاته کړې: «په افغانستان کې هېڅ ډله شتون نه لري او موږ دا په ټینګار سره وایو چې افغانستان اجازه نه ورکوي، څو د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. هغه ډلې چې د تېر جهاد پر مهال په افغانستان کې وې، هغه مهال یې اړتیا وه؛ وروسته په سیمه کې ستر بدلونونه رامنځته شول او افغانستان هم د دغو بدلونونو یوه برخه وه. اصلاً هغوی، یعنې القاعده، دلته په افغانستان کې نشته او شتون یې هم هېڅ اړتیا نه لري.»

مطالب بیشتر:  خبری میز- د امریکا له لوري د اوربند نقض

په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، هغه سازمانونه او هېوادونه چې افغانستان د ترهګرۍ، په ځانګړي ډول د القاعده شبکې، لپاره خوندي مرکز بولي، په حقیقت کې سیاسي موخې لري.

د سیاسي چارو شنونکی زلمي افغان‌یار په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان حکومت په تېرو پنځو کلونو کې پر اقتصادمحوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې پر نه لاسوهنې او امنیت ټینګار کړی دی. له همدې امله باید له افغانستان سره د همدې محورونو پر بنسټ همکاري وشي؛ په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې. آن د افغانستان د حکومت کابینه هم له دې وضعیت څخه زیانمنه شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ‌اباد ښار کې، د ځانګړو امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. اسلامي امارت تل په افغانستان کې د دې ډلې د غړو حضور رد کړی او ډاډ یې څرګند کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا لپاره ګواښ نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *