د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د اسراییلو د څارګرو فعالیتونو له امله د جاسوسۍ ضد هڅې څو برابره لوړه کړې دي. په راپور کې ویل شوي چې امریکايي استخباراتي ادارې اندېښنه لري چې اسرايیلي استخبارات ښايي د امریکا د لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د ایران په اړه د خبرو اترو د مرکچي پلاوي، د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې زیاتې کړي وي.
راپور زیاتوي چې د وروستیو استخباراتي ارزونو له مخې، اسراییل هڅه کوي د واشنګټن د دریځونو او سټراټیژیو جزییاتو ته د ایران د خبرو اترو په تړاو لاسرسی پیدا کړي. ویل کېږي چې ځینې لوړپوړي امریکايي چارواکي، لکه سټیو ویتکاف او البریج کلبي هغه کسان وي چې اټکل کیږي په نښه شویو کسانو کې شامل وي.
د نیویارک ټایمز په وینا، د امریکا د پوځي استخباراتو ګډ راپور په تېرو کلونو کې د اسراییلو د جاسوسۍ څو ادعاوې هم یادې کړې دي، چې پکې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د دفاعي استخباراتو په مرکز کې د جاسوسۍ د وسایلو موندل او د اسرایيلي استخباراتي ادارې «شین بیت» له لوري د امریکايي موټرونو د څار هڅې شاملې دي.
په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ او په واشنګټن کې د اسراییلو سفارت دغه راپورونه رد کړي او دا ادعاوې یې بېبنسټه بللي دي. سره له دې؛ راپورونه ښيي چې دا موضوع د امریکا او اسراییلو د اړیکو ترمنځ په یوه حساسو امنیتي مسایلو بدله شوې ده.
