پر ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو زیاتېدل؛ تهران هر ډول سنارتو ته بشپړ چمتووالی ښودلی

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي جګړه اوس په اقتصادي جګړه بدله شوې، خو د منځګړو هېوادونو له لوري د ترینګلتیاوو کابو کولو په پار لا هم هلې ځلې روانې دي. د دې هڅو په لړ کې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدنو کې د یوه جامع توافق د ترلاسه کولو لپاره، پر ډیپلوماټیکو بهیرونو خبرې کړې دي. په ورته وخت کې ایراني چارواکو د امریکا د بنډیزونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې د واشنګټن له فشارونو وېره نه لري او هر ډول سناریو ته چمتو دي. په دې خبري ټولګه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمو پېښو ته کتنه شوې ده. له دې وروسته تاسو کولی شئ هره ورځ د «خبري مېز» ټولګه د آفاق خبري آژانس له پلیټ‌فارمونو وګورئ

مطالب بیشتر:  د لوبې لنډیز او تحلیل؛ برازیل – جاپان | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *