د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په ترڅ کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د «نه جګړه، نه سوله» وضعیت د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. د ایران د سترې ملي امنیت شورا سلاکار محسن رضايي بیا د واشنګټن له لوري د اقتصادي جګړې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په دې خبري ټولګه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمو پېښو ته کتنه شوې ده. د «خبرونو مېز» ټولګه به له دې وروسته هره ورځ د افاق خبري اژانس پر بېلابېلو خپرندویو پلاتفورمونو کې خپرېږي.