د «انعکاس» د ۶/۲/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسفخان لالي ا.ا.ا له پخواني غړي سید اکبر آغا سره د واشنګټن او تهران ترمنځ په روانو ګړکېچونو، او همداراز پر ډونالډ ټرمپ باندې د تازه برید په اړه بحث کړی دی.
د خپرونې د بحث اساسي پوښتنې: د امریکا او ایران اړیکې به فضا تر کومه حده نوره ترینګلې کړي؟ او پر ټرمپ د برید تر شا د چا لاس دی؟
په لومړۍ برخه کې، سید اکبر آغا امریکا ته په اشارې سره وویل، چې اوسمهال له سختو ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده. د نوموړي په وینا، لامل دا دی چې مختلفو ګوندونو پر ټرمپ سختې نیوکې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نړۍ هم د واشنګټن دا عمل ناوړه وباله. حتا ناټو، چې د امریکا نږدې متحد دی، له دوی سره یې په دې جګړه کې ګډون ونه کړ، او پر ډونالډ ټرمپ ډېرو هېوادونو نیوکې وکړې.
آغا په خپلو خبرو کې دا هم وویل، که چېرې ایران د امریکا پر وړاندې په جګړه کې بریالی شي، نو دا به د عربي هېوادونو لپاره په ګواښ بدل شي او په سیمه کې به په وېرې او ډار سره ژوند وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې اسراییل بیا غواړي ټرمپ په دې جګړه کې لا پسې ښکېل کړي.
نوموړي وویل، چې امریکا په ډیپلوماتیکه برخه کې هم له ماتې سره مخ ده، ځکه چې د دوی منځګړی هېواد پاکستان دی، چې خپله یو نسبتاً کوچنی هېواد دی. زیاته یې کړه، چې نورو هېوادونو ځکه منځګړیتوب ونه کړ، چې امریکا په سیمه کې له ماتې سره مخ نه شي.
د خپرونې په بله برخه کې، د کابل او اسلامآباد ترینګلو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې پاکستان د امریکا په امر په افغانستان کې جګړه پیل کړه. کله چې واشنګټن له تهران سره اوربند ته اړ شو، نو دوی هم مجبور شول، چې په افغانستان کې بېهوکړې اوربند وغځوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته هم اشاره وکړه، چې ویلي یې وو فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده. په دې تړاو یې محقق د یو مسافر په نوم یاد کړ، یعنې افغان نه، بلکې یو پردی کس دی.
پایله:
د سید اکبر آغا د شننې له مخې، امریکا دننه د ګوندونو ترمنځ اختلافات او پر ټرمپ نیوکې واشنګټن له ستونزمن حالت سره مخ کړی دی. بلخوا، د سیمې ځینې تحولات، په ځانګړي ډول د پاکستان رول، د امریکا د تګلارو تر اغېز لاندې بلل شوي دي.