د فارن پالیسي څېړنه؛ ولې امریکا د «اعظمي فشار» په کارولو سره لا هم نه ده توانېدلې ایران شاتګ ته اړ کړي؟

د فارن پالیسي څېړنه؛ ولې امریکا د «اعظمي فشار» په کارولو سره لا هم نه ده توانېدلې ایران شاتګ ته اړ کړي؟

فارن پالیسي مجلې په یوه تازه شننه کې دا پوښتنه څېړلې، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له اقتصادي فشارونو او سمندري کلابندۍ سره سره، لا هم د ایران حکومت شاتګ ته نه دی چمتو شوی. راپور ښيي چې د واشنګټن د تمې خلاف، یو لړ جوړښتي عواملو او پخوانیو تجربو د ایران د نفتي اقتصاد د چټک سقوط مخه نیولې ده.

د دې شننې له مخې، متحده ایالاتو په وروستیو اونیو کې د دې لپاره چې د ایران د نفتو صادراتو کچه صفر ته ورسوي، سمندري کلابندۍ ته مخه کړې ده. د دې پالیسۍ اصلي موخه د تهران د بهرنیو عوایدو کمول او دې ته اړ ایستل دي، څو د خپلو نفتو څاه‌ګانې وتړي. امریکایي چارواکي باور لري، کله چې د خامو نفتو د زېرمو ظرفیتونه لوړ شي، ایران به اړ شي چې خپل تولید ودروي؛ هغه اقدام چې کولی شي د دغه هېواد د نفتو بنسټیزو تاسیساتو ته اوږدمهاله زیان ورسوي.

خو د فارن پالیسي راپور ټینګار کوي چې ایران تر دې مخکې هم په بېلابېلو پړاوونو کې، د باراک اوباما او ډونالډ ټرمپ د حکومتونو پر مهال، له سختو بنډیزونو او ورته محدودیتونو سره مخ شوی او توانېدلی له دې حالاتو په بریالي ډول راووځي. د شنونکو په وینا، همدې تاریخي تجربې تهران سره مرسته کړې چې د بحران د مدیریت او د بنډیزونو د اغېزو کمولو لپاره بېلابېل میکانیزمونه رامنځته کړي.

په همدې لړ کې، ایران هڅه کړې چې د نفتو زېرمه کولو ظرفیتونه لوړ کړي. د زړو ټانکونو کارول، د کاره لوېدلو تېل وړونکو بېړیو بیا فعالول، او د خارک ټاپو په څېر ځایونو کې له شته زېربناوو ګټه اخیستل هغه ګامونه دي چې د اضافي تولید د مدیریت لپاره اخیستل شوي دي. سربېره پر دې، تهران لا هم د «سیوري بېړۍ» په نوم د بېړیو له لارې او له غیر رسمي لارو د خپلو نفو یوه برخه تر نړۍوالو بازارونو رسوي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د سولې په پلمه د جګړې له ډګره تېښته

کارپوهان باور لري چې د ایران د نفتو د خرڅلاو غیر رسمي شبکې داسې جوړې شوې چې بشپړ پېژندل او بندول یې د واشنګټن لپاره ډېر ستونزمن دي. دا شبکې پېچلې ټرانسپورټي لارې، د بېړیو د بیرغونو بدلول، او د ګڼو منځګړو کارول رانغاړي، چې حتا په محدود ډول د صادراتو دوام ممکنوي.

د اوراسیا ډله کې د انرژۍ او ایران د چارو لوړپوړی شنونکی ګرېګوري برو، وايي: «هیڅ نښه نشته چې ایران داسې پړاو ته رسېدلی وي، څو د خپل تولید بندولو ته اړ شي. د تېلو سترې بېړۍ لا هم خارک ته تګ راتګ کوي او په کور دننه لا هم د زېرمه کولو محدود ظرفیتونه شته.» د هغه په وینا، ایران مخکې هم د تېلو سترې زړې بېړۍ د زېرمه کولو لپاره کارولې او اوس هم د سختو شرایطو لپاره ځان چمتو کوي.

هغه همداراز ټینګار کوي چې د ایران د نفتو ملي شرکت د داسې بحرانونو د مدیریت تجربه لري او مخکې یې هم په لنډمهاله توګه د ځینو استخراجي میدانونو تړلو او بېرته پرانیستلو سره، د جدي زیانونو مخه نیولې ده. د هغه په خبره، هماغه مدیران او متخصصین چې مخکې له دې حالاتو سره مخ شوي، لا هم د پرېکړو په جوړښت کې حضور لري او اړینه تخنیکي پوهه لري.

د دې ترڅنګ، په نړۍواله کچه د انرژۍ د بازارونو بدلونونه هم د ایران په ګټه تمام شوي دي. د امریکا د ځینو متحدو هېوادونو لکه سعودي عربستان، عراق، کوېټ، متحده عربي اماراتو او قطر له خوا د نفتو د تولید کمښت، د نړۍوالې عرضې د کمښت لامل شوې. دغو هېوادونو په ټولیز ډول په ورځ کې له خپل تولید تر ۱۱ میلیونو بېلرو پورې راکم کړي، چې دا کچه د ایران د احتمالي کمښت په پرتله ډېره لوړه ده.

مطالب بیشتر:  خوست کې د پاکستان جنایت؛ اسلام‌آباد ولې له پېښې تېښته کوي؟

همدارنګه، په نړۍوالو بازارونو کې د نفتو بیې هم لوړې شوې او په ځینو پړاوونو کې د هر بېلر بیه له ۱۲۰ ډالرو اوښتې ده. دې لوړوالي د ایران د صادراتو د کمښت له امله د عوایدو یوه برخه جبران کړې او اقتصادي فشار یې تر یوه بریده راکم کړی دی.

په ټوله کې د فارن پالیسي راپور پر دې ټینګار لري، چې د ټرمپ د حکومت سټراټیژي پر دې فرض ولاړه ده چې اقتصادي فشار کولی شي پرته له پراخې پوځي ښکېلتیا، ایران دې ته اړ کړي چې د واشنګټن شرایط ومني. خو تاریخي تجربو ته په کتو، په صادراتو کې انعطاف، د زېرمه کولو ظرفیتونو لوړوالی او د نړۍوال بازار ګډو اغېزو، له امله واشنګټن تر اوسه دې موخه ته نه دی رسېدلی.

په دې توګه، د فارن پالیسي شننه ښيي چې د لومړنیو تمو خلاف، ایران توانېدلی د زیاتېدونکو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او لا هم د امریکا د پالیسۍ پر وړاندې د تسلیمېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *