د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په شپه ناوخته د افغانستان د وضعیت په اړه په ځانګړې غونډه کې د رایو په اکثریت سره یو پرېکړهلیک تصویر کړ، چې له مخې یې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۷ کال د جون میاشتې تر ۱۷مې نېټې وغځول شو.
په تصویب شوي پرېکړهلیک کې ټینګار شوی چې یوناما دې د ټولو اړوندو افغان لورو، په ځانګړي ډول د اسلامي امارت له چارواکو سره په همغږۍ او د افغانانو د حاکمیت، رهبرۍ او مالکیت په رعایتولو سره، د افغانستان د خلکو ملاتړ په پار خپل ماموریت ته دوام ورکړي. همدارنګه، امنیت شورا د ملګرو ملتونو له سرمنشي د یوناما د فعالیتونو د هر اړخیزې او سټراټیژیکې ارزونې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دې ارزونې پایلې دې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پایه امنیت شورا ته وړاندې شي.
د دې پرېکړهلیک پر بنسټ، یوناما به د اسلامي امارت، د سیمې هېوادونو، نړیوالې ټولنې او مدني بنسټونو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي؛ هغه هڅه چې موخه یې له نړۍ سره د افغانستان د تعامل پیاوړتیا او په نړیواله ټولنه کې د دغه هېواد د لا ډېر ادغام لپاره د زمینې برابرول بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د کولمبیا استازي ویلي دي: «د رایې اچونې پایله په دې ډول ده: د پرېکړهلیک مسودې ۱۵ موافقې رایې ترلاسه کړې او دا مسوده د رایو په اکثریت د ۲۰۲۶ کال د ۲۸۲۲ ګڼې پرېکړهلیک په توګه تصویب شوه».
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین او روسیې استازو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت له غځېدو هرکلی کړی او د ثبات، پراختیا او له افغانستان سره د تعامل په برخه کې یې د یاد بنسټ پر دوامداره رول ټینګار کړی دی.
امنیت شورا کې د چین استازي ویلي، چې یوناما دې لا هم د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ د اړیکو پراختیا په برخه کې د پل په توګه عمل وکړي او د دغه هېواد په اړه دې نړیوالو اندېښنو ته رسېدنه وکړي.
همدارنګه، د روسیې د دایمي استازي مرستیالې، انا اوستینیګیوا، د یوناما د ماموریت غځول د افغانانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بللی او د افغانستان پر اقتصادي پراختیا او ځانبسیاینې یې ټینګار کړی دی.
«یوناما دې لا هم د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت ترمنځ د اړیکو د پل په توګه عمل وکړي، خبرې اترې او تعامل اسانه کړي او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بېرته یو ځای کېدو په برخه کې دې مرسته وکړي. نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي، د دغه هېواد د مرکزي بانک شتمنۍ ازادې او د افغانستان د بیارغونې او پراختیا لپاره لازم شرایط برابر کړي: «روسیه د یوه کال لپاره د یوناما د ماموریت غځولو پرېکړهلیک ملاتړ کوي؛ ځکه دا سند د افغانستان د خلکو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کوي څو یو سولهییز، باثباته او له تروریزم او نشهيي توکو پاک هېواد جوړ کړي».
سره له دې چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره وغځول شو، د امنیت شورا د غړو ترمنځ د دې بنسټ د موخو او د فعالیت د څرنګوالي په اړه د نظر اختلافونه لا هم دوام لري.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار وکړ. جنیفر لوچتا همدارنګه له اسلامي امارت وغوښتل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته درناوی وکړي.
«موږ لا هم پر دې ټینګار کوو چې د دوحې د سیاسي بهیر د رهبرۍ لپاره دې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي؛ ځکه د یوناما د نوي مشر په شتون کې هم، دې ځای ته اړتیا لیدل کېږي».
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت داسې مهال د یوه بل کال لپاره وغځول شو، چې اسلامي امارت په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې څو ځله د دې ادارې پر فعالیتونو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې یوناما نه ده توانېدلې د افغانستان عیني واقعیتونه او روان بدلونونه هغه ډول چې لازم دي، منعکس کړي.
