د «انعکاس» د ۲۲/۱/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسفخان لالي د سیاسي چارو له شنونکي هېواد ځاځي سره د امریکا او ایران ترمنځ په روانو کړکېچونو، او د اماراتو لهخوا پر ایران د پټو بریدونو په اړه بحث کړی دی.
د خپرونې محوري پوښتنې: متحده عربي امارات ولې پر تهران برید کوي؟ او آیا دغه اقدام د اسرائیلو او امریکا په غوښتنه ترسره کېږي؟
د خپرونې په پیل کې هېواد ځاځي د اماراتو بریدونو ته په اشارې سره وویل: کله چې د امریکا صهیونستي رژیم لهخوا پر ایران یرغل پیل شو، دوی غوښتل چې په دې جګړه کې د سیمې نور هېوادونه هم ښکېل کړي. نوموړي په وینا، په لومړي ځل په قطر، کویټ او ترکیه کې هم مبهم بریدونه ترسره شول، چې دا یې د سيایاې (CIA) او موساد لهخوا ګډ اقدامات وبلل.
د ده په خبره، په دې کار سره غوښتل کېدل چې د سیمې هېوادونه له یو بل سره ښکېل کړي. د ځاځي په وینا، دا د هغوی له مهمو اهدافو څخه و. نوموړي ټینګار وکړ چې پر ایران د اماراتو بریدونه د اسرائیلو په قومنده ترسره شوي دي. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د جګړو د رامنځته کولو اصلي موخه دا ده چې وروسته ګاونډي هېوادونه له یو بل سره اخته کړي. هغه دا کار د امریکا او اسرائیلو لهخوا په سیمه کې یوه ستره لوبه وبلله.
ځاځي د خپرونې په بله برخه کې وویل چې واشنګټن غواړي د هرمز تنګي د محاصرې له لارې پر تهران فشار زیات کړي، تر څو خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسېږي. د هغه په وینا، امریکا د اوږدمهالې جګړې لپاره راغلې، او اوسنی وضعیت د جګړې د پای معنا نه لري، بلکې یوازې د جګړې د دوام لپاره نوي پلانونه ترتیب شوي دي. هغه زیاته کړه چې د ټرمپ لهخوا ایران شوې غوښتنې، د ده په باور، د یو هېواد د بشپړې تسلیمۍ معنا لري، چې تهران به هېڅکله د واشنګټن دا ډول ناعادلانه غوښتنې پوره نه کړي.
ځاځي د خپرونې په وروستۍ برخه کې د ماریا سلطان د وروستیو څرګندونو په تړاو وویل، چې ګواکې افغانستان به په راتلونکي کې خپله جغرافیه له لاسه ورکړي. هغه دا خبره د استخباراتي برخې یوه موضوع وبلله. د نوموړي په وینا، دا ډول څرګندونې اوس د پاکستان جغرافیې ته ورپېښې شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان جغرافیه له پېړیو راهیسې شتون لري، خو پاکستان یو نوی هېواد دی چې په دې وروستیو کې د سیمې جغرافیه کې شامل شوی دی.
نوموړي وویل، په دې اساس هېڅوک حق نه لري چې د افغانانو په جغرافیه کې لاسوهنه وکړي، ځکه افغانستان په نړیواله کچه یو تاریخي مخینه لري.
پایله:
د هېواد ځاځي د شننې له مخې، امریکا او اسرائیل غواړي د منځني ختیځ هېوادونه له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړي، څو سیمه له بېثباتۍ سره مخ شي. له دې وضعیت څخه به لوېدیځ هېوادونه د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړي او خپلې اقتصادي ګټې به لوړې کچې ته ورسوي.
همداراز، هېڅوک حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، ځکه افغانانو خپل تاریخ نړۍ ته ثابت کړی دی.