کابل؛ افاق خبري اژانس: د کونړ ولایت په درهپېچ او څوکۍ ولسوالیو کې د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو دری تنه له درېیو برقي ارو سره نیول شوي دي. د کونړ د ځنګلونو د ساتنې قطعې قوماندان شمسالله سرحدي وایي، یو تن په درهپېچ او دوه نور د څوکۍ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، نیول شویو کسانو غوښتل د برقي ارو په وسیله ونې په ناقانونه توګه پرې او د لرګیو قاچاق ته زمینه برابره کړي، خو د ځنګلونو د ساتنې قطعې منسوبینو یې د دغه کار مخه نیولې ده.
د کونړ امنیه قوماندانۍ د ځنګلونو د ساتنې قطعې وایي، د طبیعي شتمنیو او ځنګلونو د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له خلکو هم غواړي چې د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
