کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حافظ عبدالباقي مقیم چین ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له دوو ټرانسپورټي شرکتونو سره د تخنیکي او ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دغو لیدنو کې د بسونو د تخنیکي فعالیتونو، پرمختللو ټکنالوژیو، نوښتونو او انجنیري برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتولو بحث شوی دی. چینایي شرکتونو د شانګهای ښار د عامه ټرانسپورټ د بسونو د څارنې او کنټرول پرمختللی سیستم هم د ملي بس امارتي شرکت مسؤولینو ته ورپېژندلی دی.
چینایي مسؤولینو ویلي، چمتو دي چې ټرانسپورټ او تخنیکي برخو کې له ملي بس امارتي شرکت سره خپلې تجربې او وړتیاوې شریکې کړي او د ګډو همکاریو زمینه پراخه کړي.
