د لغمان اوسېدونکي د دغه ولایت د تاریخي ابداتو د ساتنې غوښتنه کوي

د لغمان اوسېدونکي د دغه ولایت د تاریخي ابداتو د ساتنې غوښتنه کوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: لغمان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې لرغونی تاریخ او ګڼې تاریخي او لرغونې سیمې لري. د دغه ولایت تاریخي ابدات او طبیعي ښکلاوې هر کال د ګڼو کورنیو او بهرنیو سېلانیانو پام ځان ته اړوي او خلک د لیدنې لپاره ورځي.

د لغمان اوسېدونکي وايي، د دې ولایت تاریخي ابدات د هېواد د لرغوني تاریخ او کلتور مهمه برخه ده، خو د لا ښه ساتنې او بیارغونې ترڅنګ ورته د پاملرنې اړتیا ده. دوی له مسوولو ادارو غواړي، چې د تاریخي سیمو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي او سېلانیانو لپاره په یادو سیمو کې اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.

په همدې حال، د لغمان پوهنتون استاد عمران‌الله خنجر وايي، تاریخي ابدات د یوه هېواد د هویت او لرغوني تمدن څرګندونه کوي او اسلامي امارت یې باید ساتنې او بیارغونې ته پاملرنه وکړي. د نوموړي په وینا، د سېلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول به د ګرځندویانو د زیاتوالي ترڅنګ سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړی کړي.

د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي بیا وايي، د تاریخي ابداتو ساتنې او بیارغونې ته ژمن دي او هڅه کوي څو د دولت او خصوصي سکتور په همکارۍ په سیاحتي سیمو کې د سېلانیانو لپاره اړینې اسانتیاووې برابرې کړي. د دوی په وینا، په لغمان کې د یو شمېر تاریخي او سیاحتي سیمو لپاره پروژې منظورې شوې، چې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.

بل لور ته، د اطلاعاتو او کلتور ریاست ګرځندوی امر وايي، د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۵۰ زره کورنیو او یو شمېر بهرنیو سېلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو تاریخي او سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.

مطالب بیشتر:  غفران: د اسلامي امارت واکمنۍ راهیسې ۱۸۰ رسنیزو بنسټونو ته جوازونه وېشل شوي

د تاریخي ابداتو ساتنه، بیارغونه او د سیاحتي سیمو د اسانتیاوو پراختیا کولای شي د هېواد د فرهنګي میراثونو په خوندي کولو، د ګرځندویانو د زیاتوالي او د اقتصادي فرصتونو په رامنځ‌ته کولو کې مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *