کابل؛ افاق خبري اژانس: لغمان د اوبو د پراخو سرچینو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو او مېوو د تولید ښه ظرفیت لري او په دغه ولایت کې هر ډول سبزیجات او مېوې ښه حاصل ورکوي؛ خو بزګران او بڼوال وایي، کله چې محصولات حاصل ته ورسېږي، د مناسب بازار نشتون او د بیو ټیټوالی یې د اقتصادي زیان لامل کېږي. دوی له اړونده ادارو غواړي، چې د کرنیزو محصولاتو لپاره د پلور مناسب بازارونه او د حاصلاتو د ساتنې په موخه سړې خونې جوړې کړي، څو وکولای شي خپل محصولات په مناسب وخت او مناسبه بیه بازار ته وړاندې کړي.
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي بیا وایي، په دغه ولایت کې دری سړې خونې شته، چې خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړل شوې دي. د دوی په وینا، د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د سړو خونو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوې او له پانګوالو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د کرنې متخصصین د سړو خونو جوړول د بزګرانو د زیانونو د مخنیوي او د سیمهییز اقتصاد د ودې لپاره مهم بولي. دوی وایي، که برېښنا نه وي، په سړو سیمو کې له طبیعي سړې هوا څخه په ګټې اخیستنې هم په لږ لګښت سړې خونې جوړېدای شي.
د سړو خونو جوړول د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو او د بزګرانو د عوایدو په زیاتولو کې مهم رول لري.
