راپورونه: عاصم منیر غواړي د پاکستان ولسمشر شي

د «انعکاس» د ۲۶/۲/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسف‌خان لالي د سیاسي چارو له شنونکي روح‌الله هوتک سره د اسلام‌اباد د کورنیو اختلافاتو په اړه بحث کړی دی.
د خپرونې اساسي پوښتنې دا وې: ایا د عاصم منیر آصف علي زرداري ترمنځ اختلافات په رښتیا هم شتون لري؟ او همداراز، عمران خان ته ولې په بندخونه کې د لیدو اجازه نه ورکول کېږي؟
د خپرونې په پیل کې، روح‌الله هوتک پاکستان ته په اشارې سره وویل چې د دغه هېواد داخلي سیاست ګډوډ دی، ټولنیز تاوتریخوالی او سیاسي کشالې زیاتې شوې دي. د هغه په وینا، د عامو وګړو او دولتي چارواکو ترمنځ ډېر کړکېچونه موجود دي.
نوموړي د عاصم منیر په اړه، چې په ټولنیزو شبکو کې داسې ادعاوې کېږي چې ګواکې غواړي د ولسمشر زرداري ځایناستی شي، وویل چې دا ډول ادعاوې شته. هغه زیاتوي چې په پاکستان کې سیاسي مشران خپله بشپړه ازادي نه لري، بلکې دندې او منصبونه یې هم د نورو له لوري ټاکل کېږي.
هوتک وویل، همدا اختلافات کېدای شي د دې لامل شي چې خلک د حکومت پر وړاندې راپورته شي. د هغه په خبره، اوس مهال نه یوازې ټي‌ټي‌پي فعاله ده، بلکې کېدای شي نورې ډلې هم پاڅون وکړي، چې دا به د پاکستان د حکومت د کمزورۍ سبب شي.
د خپرونې په وروستۍ برخه کې، هوتک د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو هغو څرګندونو ته اشاره وکړه چې له لوېدیځ څخه یې غوښتي، د افغانستان کنګل شوې پیسې بېرته ورکړي.
د دې موضوع په تړاو، هغه وویل کله چې ا.ا.ا واک ته ورسېده، روسیې دغه هېواد له تور لېست څخه وایست او په رسمیت وپېژانده. همداراز، روسیې څو ځله له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات د روسیې لپاره مهم دی.
پایله:
د روح‌الله هوتک د شننې له مخې، پاکستان له جدي کورنیو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او کېدای شي په راتلونکې کې له انزوا سره مخ شي. همداراز، د روسیې لپاره د افغانستان اهمیت زیات دی او د دواړو هېوادونو لپاره امنیتي ثبات ځانګړی ارزښت لري.

مطالب بیشتر:  خبری میز- له ایران سره د جګړې د پای په اړه د ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې د کانګرس د غړو غبرګون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *