د تهران او واشنګټن ترمنځ تاریخي هوکړه؛ ایا منځنی ختیځ به د ارام ساه واخلي؟

د تهران او واشنګټن ترمنځ تاریخي هوکړه؛ ایا منځنی ختیځ به د ارام ساه واخلي؟

منځنی ختیځ د یوه تاریخي بدلون په درشل کې دی؛ ایران او امریکا له څو میاشتنیو خبرو اترو او د سیمې هېوادونو له منځګړیتوب وروسته، بالاخره یوې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې په سمدستي توګه په ټولو جبهو کې پوځي عملیات درول کېږي. په دې هوکړه کې د بنډیزونو یوه برخه لرې کول، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د اټومي وسلو نه ترلاسه کېدو محورونه شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې ښایي د دې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي، پر خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» لیکلي، چې له ایران سره هوکړه شوې ده او ټینګار یې کړی چې دا هوکړه اټومي وسلو ته د ایران نه لاسرسی تضمینوي او په خبره یې، دا مسله د هوکړې له اصلي موخو ده. ټرمپ همدارنګه د سمندري کلابندۍ د لغوه کېدو او پر ایران د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو خبر ورکړی ی؛ هغه ګام چې د هوکړې له مهمو ماده ګڼل کېږي او تمه ده په نږدې راتلونکي کې په رسمي توګه لاسلیک شي.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: «هرمز تنګی به د جمعې له ورځې پرته له کوم محصوله د ټولو بېړیو پرمخ پرانیستل شي. دا هوکړه به د امریکا د حکومت هغه دایمي هدف تثبیت کړي چې موخه یې اټومي وسلو ته د ایران نه لاسرسی او مخنیوی دی».
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، د دې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون په موخه به جینوا ته لاړ شي. جي‌ډي ونس د خپلو خبرو په دوام ویلي: «ایران سره هوکړه دا وړتیا لري چې د راتلونکو ۵۰ کلونو لپاره منځنی ختیځ په بنسټیز ډول بدل کړي. د نړۍ دا سیمه زما د ټول عمر او تر هغه هم ډېر وخت راهیسې د کړکېچ سیمه وه. ډونالډ ټرمپ بریالی شوی چې د ایران ګواښ له منځه یوسي».
اخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، هم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ له سختو او رغنده خبرو اترو وروسته، هوکړه ترلاسه شوې ده. شهباز شریف په دې اړه زیاته کړې: «دواړو خواوو د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو پر سمدستي او دایمي درولو هوکړه کړې ده او منځګړي به په راتلونکو ورځو کې د هوکړې له رسمي پلي کېدو وړاندې پر لومړنیو غونډو څارنه وکړي».
ایراني لوري، چې تر دې وړاندې یې دې هوکړې ته په محتاطانه ډول کتل اوس د هغې د نهایي کېدو خبره کوي. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دارالانشا اعلان کړی چې تهران او واشنګټن له څو میاشتو سختو او رغنده مذاکراتو وروسته، د هوکړې متن چې د اسلام‌اباد په نوم یادېږي، د غبرګولي په ۲۴مه نېټه وروستی کړی دی.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د ملي امنیت د عالي شورا له تصویب وروسته، د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې ټول پوځي عملیات او نښتې به سر له نن شپې په سمدستي او دایمي توګه ودرول شي او د ایران سمندري محاصره به هم سمدستي او په بشپړه توګه پای ته ورسېږي. د ملي امنیت عالي شورا همدارنګه د دې مذاکراتو په بهیر کې د پاکستان او قطر له رول مننه کوي».
د اروپا د څلورو ځواکمنو هېوادونو، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا مشرانو هم د دې هوکړې هرکلی کړی او دا یې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د ثبات د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، هم د ایران او امریکا تر منځ د هوکړې له اعلان هرکلی کړی او دا اقدام یې د شخړې د سوله‌ییز حل پر لور یو حیاتي ګام بللی دی.
که څه هم دا هوکړه د تهران او واشنګټن تر منځ د تاوتریخوالي د کمېدو په لاره کې یو مهم ګام بلل کېږي، خو د هغې دوام د دواړو خواوو د ژمنو د پلي کېدو له څرنګوالي او د سیمې له بدلونونو سره تړاو لري. د پخوانیو هوکړو تجربې ښيي چې د تاوتریخوالي د بېرته راګرځېدو خطر په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی، خو که دواړه لوري پر خپلو ژمنو کلک ودرېږي، نو راتلونکي کې به د مستقیمې شخړې د رامنځته کېدو احتمال خورا کم شي.

مطالب بیشتر:  د غزې په اړه د ټرمپ له پریکړه لیک سره د روسیې او چین مخالفت

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *