وروسته له هغې چې د ایران او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ هوکړه لاسلیک او په سویس کې د خبرو لومړی پړاو ترسره شو، د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا بیا لوړه شوې او دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دریځونه بیا سخت کړي دي.
د امریکا پوځ اعلان کړی چې د ایران له لوري د یوه بار وړونکې بېړۍ د برید په غبرګون کې په ایران کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.
هاخوا بیا سپاه د امریکا بریدونه د اوربند او ژمنو نقض بللی او ټینګار یې کړی چې په ځواب کې یې د امریکا د پوځ د ځای پر ځای کېدو مهمې سیمې په نښه کړې دي.
سپاه په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسلاماباد د هوکړې د پنځم بند له مخې، د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ کنټرول، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد تر ټولو مهمو لارو څخه یوه ده، د ایران پر غاړه دی.
دې بنسټ همدارنګه خبرداری ورکړی چې د امریکا د بیا ځلې بریدونو په صورت کې به د ایران ځواب لا پراخ وي.
«د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ یوازې له هغو لارو ممکن دی چې د ایران له لوري اعلان او تایید شوي دي. یوازینی قانون چې پر دې سیمه حاکم دی، د ایران اسلامي جمهوریت قانون او د سپاه پاسداران سمندري ځواک دی».
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس په تنده لحجه ایران ته خبرداری ورکړی چې د نورو بریدونو په صورت کې به له «تاوتریخوالي» سره مخ شي. ونس ټینګار کړی چې که ایرانی لوری د هوکړې د تطبیق په اړه کوم اختلاف ولري، کولی شي له امریکا سره اړیکه ونیسي.
«ایران د اوربند تړون لاسلیک کړی او موږ پرې عمل کړی دی. که د تطبیق د څرنګوالي په اړه اختلاف ولري، کولی شي له موږ سره اړیکه ونیسي خو تاوتریخوالی غبرګون به تاوتریخوالی وي».
د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا د نوو خبرو او هوکړې له لاسلیک وروسته یو ځل بیا د مستقیم تقابل پړاو ته دننه شوې چې یو بل ته ګواښونه کولای شي د اوربند فضا له کړکېچ سره مخ کړي او په سیمه کې د احتمال ګواښ کچه لوړه کړي.
