د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې پای ته رسولو د رسمي تړون لاسلیک ته کمې ورځې پاتې دي. دغه تړون ته د سیمې او نړۍ ګڼ شمېر مشرانو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د ایران د اسلامي شورا د مجلس رییس او د تهران د مرکچي پلاوي مهم غړی محمد قاقر قالیباب، دا د ایران د مقاومت پایله بللې او خپلو خلکو ته یې پیغام کې ویلي، هېواد یې خپل موخو ته د رسېدو په حال کې دی.
«ستاسو د تاریخي مقاومت او د وسلهوالو ځواکونو د زړورتیا په برکت، د هغو کسانو پر وړاندې چې د دې ملت د وژلو او د دې هېواد د تباهۍ او تسلیمۍ اراده یې لرله، ایران د خپلې بریا په لور یو لوی ګام پورته کړ».
د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او محمدباقر قالیباف به په راتلونکو ورځو کې د دغه تفاهملیک د رسمي لاسلیک د تشریفاتو لپاره سویس ته سفر وکړي چې ښايي د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس سره یې لاسلیک کړي.
له بلې خوا، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، د دې هوکړهلیک له لاسلیک په تړاو خپل لومړني رسمي غبرګون کې ټینګار کړی چې د اسراییل لپاره تر ټولو مهمه موضوع د ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي مخنیوی دی؛ هغه همدارنګه له سویلي لبنان څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو خبره رد کړې ده.
«تر ټولو مهمه مسله دا ده چې موږ د اسراییل دولت د اټومي نابودۍ له ګواښ څخه وژغورو. موږ د اسراییل شاوخوا ژور امنیتي سیمې جوړې کړې دي. موږ دا کار په غزه، لبنان او سوریه کې کړی، چیرې چې مو د اسد د پوځ ټولې وسلې له منځه وړي دي. غواړم دا روښانه کړم چې موږ به تر هغه وخته پورې د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره په امنیتي سیمو کې پاتې شو چې اړتیا وي».
هاخوا بیا ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهملیک لاسلیک هرکلی کړی او دا یې د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو په لور یو مهم ګام بللی دی. هغه همدارنګه پرته له دې چې د اسراییل نوم واخلي، د ځینو لوبغاړو له خوا د سولې د بهیر د کمزوري کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
«موږ ښه پوهېږو هغه کسان چې زموږ په سیمه کې د جګړې دوام غواړي، د سولې د فضا له پیاوړتیا څخه خپه کېږي. لکه څنګه چې پخوا یې هم څو ځله دا کار کړی، دا ځل به هم هڅه وکړي چې د سولې بیر ټکنی کړي. موږ د دې لپاره ښه دلیل د فلسطینیانو او لبنانیانو وژل بولو».
دا مهال چې تهران او واشنګټن د هوکړهلیک د راتلونکو پړاوونو د پلي کېدو لور نږدې شوی ښکاري، د سیمهییزو لوبغاړو بېلابېل غبرګونونه ښيي چې د سولې لاره که څه هم پرانیستل شوې، خو لا هم د سیالۍ، اندېښنو او سیاسي محاسبو له یوې پېچلې فضا څخه تېرېږي.
سوله تر بل هر وخت نږدې ښکاري؛ خو دا به د هوکړهلیک په لاسلیکولو نه، بلکې په عملي ګامونو پورې تړلې وي.
په الماتا کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د استازو غونډه وشوه
د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو او استول شوو استازو منظمه غونډه د قزاقستان په الماتا ښار کې ترسره شوې ده.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد قربانوف هم ګډون کړی و.
په غونډه کې د افغانستان د اوسني وضعیت، د سیمهییزو همکاریو د پراختیا، او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره د نړیوالو همکاریو پر فرصتونو او ننګونو خبرې شوې دي.
ګډونوالو د ملګرو ملتونو او اړوندو تخصصي ادارو پر رول ځانګړی ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بشري مرستې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، د دولتي بنسټونو پیاوړتیا او د دوامدارو پرمختیایي موخو ترلاسه کول د افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.
احمد قربانوف غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، ترکمنستان د یوه سولهییز، باثباته او اقتصادي پلوه دوامدار افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان ثبات د سیمې د پرمختګ لپاره مهم ګڼي.
نوموړي زیاته کړې چې ترکمنستان افغانستان د سیمهییزې همغږۍ او اقتصادي ادغام یو مهم ګډونوال بولي او د نړیوالو اقتصادي همکاریو په بهیر کې د دغه هېواد د فعال حضور ملاتړ کوي.
د ترکمنستان استازو همداراز د سیمې له هېوادونو، اروپايي ټولنې او نړیوالو سازمانونو سره د افغانستان د دوامدار پرمختګ، سیمهییز ثبات او متقابلو همکاریو د پراختیا لپاره د رغنده همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
