کابل او اسلام‌اباد؛ د اختلاف تر سیوري لاندې تعامل

د «انعکاس» د ۲۱/۱/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسف‌خان لالي د پارلمان له پخواني غړي ډاکټر رمضان بشر دوست سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه بحث کړی دی.
د خپرونې اساسي پوښتنې دا وې: اسلام‌اباد ولې هر ځل بې‌بنسټه ادعاوې کوي؟ او ایا په پاکستان کې موقت حکومت د ستونزو حل دی؟
د خپرونې په پیل کې ډاکټر بشر دوست اشاره وکړه چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ستونزې نوې نه دي، بلکې له ۷۳ کلونو راهیسې دوام لري. د هغه په وینا، کله چې پاکستان د ملګرو ملتونو په اجنډا کې شامل شو، افغانستان لومړنی هېواد و چې مخالفت یې وکړ. نوموړي زیاته کړه چې له تاریخي پلوه، هر حکومت چې په پاکستان کې واکمن شوی، افغانان ورسره ستونزې لرلې. د دغو ستونزو اصلي لاملونه د ډیورنډ فرضي کرښه ده، چې پاکستان یې د خپل سرحد په توګه ادعا کوي. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان حق نه لري دا ډول ناوړه ادعاوي وکړي.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل، که افغانان دا کرښه د فرضي کرښې په نوم یادوي، نو باید د پاکستان سفیر له هېواده وایستل شي او د دوی حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي.
د خپرونې په بله برخه کې، ښاغلي بشر دوست وویل چې اسلامي امارت باید هغه کسان له منځه یوسي چې د جګړې د پیل دستور ورکوي. د نوموړي په وینا، دواړو غاړو ته پښتانه ژوند کوي او په جګړه کې وژل کېږي، نو د جګړې اصلي عاملین باید له منځه لاړ شي.
د خپرونې په وروستۍ برخه کې، بشر دوست د محمد محقق د هغو څرګندونو په اړه چې ګواکې فرضي کرښه رسمي سرحد ده، نوموي وویل هغه کسان چې دا ادعا کوي، باید خپله طرحه وړاندې کړي او ثابته یې کړي. که نه، نو هېڅوک حق نه لري چې د افغانانو په استازولۍ پرېکړه وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د محقق دا خبره د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه ده.
پایله:
د بشر دوست د شننې له مخې، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ستونزې اوږده تاریخي مخینه لري او د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع د دې کړکېچ اصلي محور دی. همداراز، هېڅوک دا حق نه لري چې دا کرښه د افغانانو له استازولۍ پرته رسمي وبولي.

مطالب بیشتر:  هېوادونو ته د ټرمپ ګواښونه؛ نړۍ د ثبات که بحران پر لور روانه ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *