د «انعکاس» د ۲۴/۱/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسفخان لالي د سیاسي چارو له شنونکي جاوید مومند سره د کابل او اسلاماباد ترمنځ په روانو کړکېچونو بحث کړی دی.
د خپرونې د بحث اساسي پوښتنې دا وې: پاکستان ولې په سیمه کې دوهګونې لوبه کوي؟ او همداراز، د کابل او اسلاماباد د اړیکو وروستی برخلیک به څه وي؟
د خپرونې په پیل کې جاوید مومند، پاکستان ته په اشارې سره وویل چې د دغه هېواد پوځي رژیم خپلې ګټې تر ډېره په خپلواکه توګه نه شي تعقیبولای. د هغه په وینا، کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې رامنځته شو، له هماغه وخته د نورو قدرتونو د ګټو د پوره کولو وسیله ګرځېدلی دی. نو له همدې امله، دوی بشپړه خپلواکي او واک نه لري او پر همدې بنسټ په سیمه کې له دوهګونې سیاست څخه کار اخلي.
د هغه په خبره، پاکستان اوس مهال په سیاسي او اقتصادي انزوا کې بند پاتې دی او هڅه کوي له دې وضعیت څخه د همدغو ناسمې کړنو له لارې ځان وباسي. نوموړي زیاته کړه چې اسلاماباد له هېوادونو سره اړیکې د شخصي ګټو پر بنسټ تنظیموي او له ایران سره هم د وېرې له امله اړیکې ساتي، څو پرې بریدونه ونه شي. بلخوا، هغه وویل چې امریکا د پاکستان جیوستراتېژیک موقعیت ته په کتو ورته اهمیت ورکوي او له همدې امله یې په منځني ختیځ کې کاروي.
د خپرونې په بله برخه کې، مومند منځني ختیځ ته په اشارې وویل چې دا سیمه د نړۍ لپاره د یوه بام حیثیت لري. د هغه په وینا، که هر هېواد وکولای شي منځنی ختیځ تر خپل نفوذ لاندې راولي، نو کولی شي پر ټوله نړۍ خپل اغېز ټینګ کړي. له همدې امله، لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې دغه سیمه د خپل نفوذ تر چتر لاندې راولي.
نوموړي د منځني ختیځ د جګړو په تړاو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه سازمانونه تر ډېره د هغو هېوادونو په چوپړ کې دي چې ځواک لري، او خپلې چارې د هغوی تر نفوذ لاندې پر مخ وړي.
د خپرونې په وروستۍ برخه کې، نوموړي وویل چې پاکستان له ناسمې ډیپلوماسۍ څخه کار اخلي او له ا.ا.ا څخه داسې غوښتنې لري، لکه د ټيټيپي مهارول، د پاکستان د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا، د اقتصاد ملاتړ، او حتی په خپل هېواد کې د ثبات رامنځته کول. همداراز، د ډیورنډ فرضي کرښې د ستونزې حل هم د هغوی له غوښتنو څخه دی، چې نوموړي یې د افغانستان لپاره سره کرښه وبلله.
هغه ټینګار وکړ چې افغانان خپله ثبات ته اړتیا لري، نو باید د امنیت پړه پر کابل ونه اچول شي، بلکې پاکستان باید خپل امنیت پخپله وساتي. د هغه په وینا، پاکستان چې ځان په سیمه کې د اټومي ځواک لرونکی هېواد بولي، باید د ثبات د تأمین مسوولیت هم پر خپله غاړه واخلي.
پایله:
د بحث له ټولیزې ارزونې داسې ښکاري چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې لا هم له بېباورۍ او سیاسي فشارونو سره مخ دي. د پاکستان دوهګونې سیاست، د سیمې د قدرتونو سیالۍ، او د امنیتي مسایلو یو پر بل اچول، د کړکېچ د دوام اصلي لاملونه بلل کېږي. تر هغه چې دواړه لوري پر متقابل درناوي او واقعي همکاریو تمرکز ونه کړي، د اړیکو د ښه کېدو امکان به محدود پاتې وي.