د «انعکاس» د ۲۴/۱/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسفخان لالي د سیاسي چارو له شنونکي بلال فاطمي سره د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوو، او همداراز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییلو پر وړاندې پر توندو ګواښونو بحث کړی دی.
د خپرونې په پیل کې د بحث اساسي پوښتنې مطرح شوې:
ایا د واشنګټن او تهران جګړه بې له کوم اساسي تړون پای ته ورسېده؟
او آیا نور به امریکا د نړۍ زبرځواک نه وي؟
سربېره پر دې، آیا اردوغان به پر اسراییلو برید ترسره کړي؟
په لومړۍ برخه کې، بلال فاطمي په اسلاماباد کې د امریکا او ایران مذاکراتو ته په اشاره سره وویل چې دا یوه لوبه ده، او زیاته یې کړه چې د دې لوبې تر شا ډېر رازونه پټ دي. د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په نورمال حالت روانې وې، او حتی په درېیو پړاوونو کې خبرې اترې همغږې شوې وې.
د نوموړي په وینا، وروسته له لږ ځنډ څخه دوی لنډه دمه درلوده، چې ناڅاپه د امریکا د ولسمشر لومړی مرستیال جيډي ونس د مذاکراتو له مېز څخه پورته شو او اسلاماباد یې پرېښود، چې دې کار ایران او پاکستان حیران کړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د امریکا یوه لویه جنګي بېړۍ، چې د «رابېټ پي وړ سي» په نوم یادېدله او شاوخوا ۳۰ زره میزایل په کې بار وو، د ایران له لوري وویشتل شوه او په بشپړه توګه ویجاړه شوه. د هغه په وینا، له دې سره په سیمه کې د امریکا ډېر ځواک له منځه ولاړ.
هغه ټینګار وکړ چې دا بېړۍ د مارچ په ۲۱مه ویشتل شوې وه، او امریکا ځکه د اوربند غوښتنه وکړه چې ایران مصروف وساتي، تر څو د دوی بله جنګي بېړۍ سیمې ته ورسېږي. د هغه په وینا، امریکا غواړي چې د جګړې ډګر بېرته تود کړي.
هغه د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکراتو په اړه وویل چې خبرې اترې په بشپړه توګه پای ته نه دي رسېدلې، او دواړه لوري به بیا هم خبرو ته راګرځي او په پای کې به یوې پایلې ته رسېږي.
بل لور ته، پاکستان ته په اشاره سره یې وویل چې دغه هېواد دوهمخې لوبه پیل کړې ده؛ له یوې خوا له ایران سره دوستي کوي، او له بلې خوا د تهران پر وړاندې سعودي عربستان ته ۱۳۰۰۰ سرتېري، ۱۸ الوتکې او نور تجهیزات لېږي. د هغه په وینا، سعودي دغه ځواک د ایران پر ضد را بللی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دا د پاکستان دوهمخې سیاست دی، چې هم دوستي او هم دښمني کوي، او دا کار به د پاکستان حیثیت ته زیان ورسوي او له لوی کړکېچ سره به یې مخ کړي.
د هرمز تنګې په اړه یې وویل چې ټرمپ وایي: «زه یې بندوم»، خو دا د ایران لپاره زیان نه دی، بلکې امریکا ته زیان رسوي. د هغه په وینا، د تنګې د بندولو صلاحیت هم د تهران په لاس کې دی.
نوموړي وویل چې که جګړه بیا پیل شي، امریکا به تر لسو ورځو زیات دوام ونه شي کولای، او وروسته به بیا د خبرو اترو غوښتنه وکړي.
د خپرونې په بله برخه کې، د اردوغان د ګواښونو په اړه چې اسراییلو ته یې کړي، وویل چې ترکیه له پوځي او ټکنالوژۍ پلوه یو پیاوړی هېواد دی. خو د هغه په وینا، د دغه هېواد د رهبرۍ ستونزه دا ده چې ترکیه د امریکا تر اغېز لاندې ده، ځکه چې د امریکا مهمې اډې په کې شتون لري.
هغه زیاته کړه چې ترکیه نه شي کولای پر اسراییلو مستقیم برید ترسره کړي. د نوموړي په وینا، اسراییل بیا کولای شي دا اقدامات ترسره کړي.
په پایله کې یې وویل چې د اسراییلو او امریکا وروستي اهداف، پاکستان، مصر او ترکیه دي.
پایله:
په ټوله کې داسې ویل کېدای شي چې امریکا او ایران ترمنځ روانې ترینګلتیاوې لا هم حل شوې نه دي، او خبرې اترې هم د پټو پردو تر شا دوام لري، خو تر شا یې پېچلې سیاسي لوبې روانې دي. همداراز، د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان او ترکیه، د خپلو سیاسي دریځونو له امله له جدي ننګونو سره مخ کېدای شي، او د احتمالي جګړې لمن ښايي نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.