د «انعکاس» د ۲۷/۱/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه مسعود مطمین د سیاسي چارو له شنونکي بلال فاطمي سره د امریکا او ایران ترمنځ د دویم ځل خبرو اترو په اړه بحث کړی دی. د خپرونې په پیل کې اساسي پوښتنې مطرح شوې: ولې تېر ځل د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات بېپایلې پای ته ورسېدل؟ او ایا دا ځل به خبرې اترې بریالۍ وي او که بیا هم له ناکامۍ سره مخ کېږي؟
په لومړۍ برخه کې، بلال فاطمي امریکا ته په اشارې سره وویل چې واشنګټن د اسرائیلو په غوښتنه پر ایران بریدونه پیل کړل. د نوموړي په وینا، امریکا فکر کاوه چې تهران به په دوو ورځو کې سقوط وکړي، مشران به یې له منځه ولاړ شي، خلک به پاڅون وکړي او په نظام کې د بدلون په راوستو سره به رضا پهلوي واک ته ورسېږي، ترڅو ایران د دوی تر ولکې لاندې راشي. خو د نوموړي په وینا، د دوی دا خوبونه له خاورو سره خاورې شول او خپلو ستراتیژیکو موخو ته ونه رسېدل.
فاطمي د عمان مذاکراتو ته په اشارې سره وویل چې ایران په ډېرو مسایلو کې هوکړې ته رسېدلی و، خو یوه ورځ وروسته امریکا په ناڅاپي ډول پر ایران بریدونه پیل کړل. له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته، امریکا یو ځل بیا د پاکستان په منځګړیتوب په اسلاماباد کې د خبرو اترو غوښتنه وکړه، خو سره له دې چې په ډېرو برخو کې هوکړې ته نږدې شوي وو، ناڅاپه د ولسمشر ټرمپ لومړي مرستیال جيډي ونس وویل چې دوی کومې پایلې ته ونه رسېدل او مذاکرات یې پای ته ورسول. نوموړي اسلاماباد ترک کړ، چې په دې سره پاکستان، ایران او حتا د امریکا پلاوی هم حیران پاتې شو.
نوموړی زیاتوي چې د جرمني یوې شنونکې ویلي وو چې جيډي ونس سره نتانیاهو مستقیمه اړیکه نیولې وه او په بېړه یې ترې غوښتي وو چې مذاکراتو ته د پای ټکی کېږدي. فاطمي زیاتوي چې هرکله خبرې اترې یوې بریالۍ مرحلې ته رسېږي، نو د دې تر شا د نتانیاهو لاس وي؛ ځکه چې د ټرمپ د هغو پټو جنایتونو اسناد چې د جېفري اېپسټین په قضیو کې یې لاس درلود، اوس مهال له اسرائیلو سره خوندي دي. نو څه چې نتانیاهو وايي، ډونالډ ټرمپ باید هماغه تګلاره غوره کړي. د فاطمي په وینا، که ټرمپ سرغړونه وکړي، نو اسرائیل به د نوموړي جنایتونه افشا کړي، چې په دې سره به د ټرمپ حکومت له منځه ولاړ شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې امریکا ځکه د دویم ځل مذاکراتو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې وسلې ختمې شوې وې، او وروسته له هغې چې واشنګټن سیمې ته مهمات راورسول، سمدلاسه یې خبرې اترې له مېزه پورته کړې. دا ځل ټرمپ فکر کاوه چې که د هرمز تنګی کلابند شي، نو اروپا به ورسره مرسته وکړي، ځکه چې هغوی هم پټرولو ته اړتیا لري؛ خو اروپايي هېوادونو په کلکه د امریکا دا غوښتنه رد کړه. په دې سره د ټرمپ اداره یو ځل بیا له ناکامۍ سره مخ شوه او اوس امریکا مجبوره ده چې درېیم ځل د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.
ښاغلي فاطمي د ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه وویل چې د امریکا دا غوښتنه چې ایران باید شل کاله له غني کولو لاس واخلي، د نړۍوالې NPT معاهدې خلاف ده او د تهران د یورانیمو زیرمه کول د نړۍوالو قوانینو پر اساس دي. نوموړي د خبرو په دوام کې ناټو ته په اشارې سره وویل، که ټرمپ او نتانیاهو موجود وي، نو ناټو به خامخا پاشل کېږي، او که له دغو دواړو یو هم لیرې شي، نو وضعیت به عادي شي. بلخوا یې وویل چې ناټو یوه
خاصه ماده لري، لکه څنګه چې پکې ورګډېدل ستونزمن دي، همداسې ترې وتل هم سخت دي او امریکا نشي کولای په اسانۍ سره له ناټو ووځي.
د خپرونې په بله برخه کې، ښاغلي فاطمي د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان د منځګړیتوب په تړاو وویل چې پاکستان اوس مهال په یوه دام کې بند پاتې دی؛ هم له تهران او هم له واشنګټن سره دوګانې لوبه کوي. د نوموړي په وینا، له دې لوبې سره به اسلام اباد له سخت زوال سره مخ شي.
پایله:
د بلال فاطمي د شننې له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو ناکامي د اسرائیلو د لاسوهنې او د ټرمپ د ادارې د متضادو تګلارو پایله ده. امریکا د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره له مذاکراتو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، خو د اروپايي هېوادونو د نه ملاتړ او د سیمهییزو واقعیتونو له امله یې هڅې له ناکامۍ سره مخ دي. په پای کې، د پاکستان دوګانې لوبه هم د سیمې په وضعیت کې د لا پیچلتیا لامل شوې ده.