د اسلامي امارت له ګډون پرته د افغانستان – مرکزي آسیا د بین‌الحکومتي مرکز ناستې جوړېدل

د اسلامي امارت له ګډون پرته د افغانستان – مرکزي آسیا د بین‌الحکومتي مرکز ناستې جوړېدل

په داسې حال کې چې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو هڅې روانې دي، د افغانستان-مرکزي آسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ مرکز ناسته د اسلامي امارت له ګډون پرته او د اړوندو هېوادونو د استازو په شتون کې ترسره شوه. د دې ناستې اصلي تمرکز د څلور اړخیزو ټرانزیټي او سوداګریز هوکړه‌لیکونو پر پراختیا متمرکز و، خو افغانستان په دې چوکاټ کې شامل نه دی.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، چې د دې ناستې مشري یې کوله، ویلي چې په دې لیدنه کې د ټرانزیټي او سوداګریزو لارو د پراختیا موضوعات وڅېړل شول او ګډونوالو د شته میکانیزمونو د اغېزمنتیا پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

محمد صادق خان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «ما د افغانستان-مرکزي آسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ مرکز د ناستې مشري وکړه، چې د ټولو اړخونو په شتون کې ترسره شوه. په دې ناسته کې سیمه‌ییزه همغږي، ګډ لومړیتوبونه او راتلونکي ګامونه وڅېړل شول.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان له فعال رول پرته، د سیمې د هېوادونو د نښلون لپاره د یوې دوامداره او کم‌لګښته شبکې رامنځته کول ګران کار بولي. هغوی په داسې ناستو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون مهم او ارزښتناک ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «په داسې سیمه‌ییزو غونډو کې د افغانستان د استازو حضور ځانګړی اهمیت لري. د افغانستان له فعال ګډون پرته، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د یوه دوامداره، ارزانه او سیال اتصال رامنځته کول ډېر ستونزمن کار دی؛ که څه هم بدیلې لارې شتون لري، خو هغه لارې د اقتصادي او وخت له پلوه ګټورې نه دي.»

مطالب بیشتر:  د اوبو او انرژۍ وزارت: لوګر کې د سرخاب بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تل هڅه کړې چې د همکارۍ د زمینو په برابرولو، د پانګونې په جلبولو او د سیمه‌ییز اتصال په پیاوړتیا سره په سیمه‌ییزو اقتصادي معادلو کې خپل ځای وساتي او لا یې پیاوړی کړي، خو سیاسي ننګونو او په ځینو مهمو سیمه‌ییزو ناستو کې د نه ګډون له امله دغه هڅې له محدودیتونو او ځنډ سره مخ شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *