په منځني ختیځ کې څو میاشتنۍ جګړه چې ایران او امریکا پکې په مستقیم ډول ښکېل دي، د سیمې پر ټولو هېوادونو اغېز کړی دی. له همدې امله، ډېری سیمهییز او نړۍوال لوبغاړي په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کابو کېدو پر اړتیا ټینګار کوي؛ خو وروستیو میاشتو کې په سیمه کې بدلونونه ښیي، چې ټول اړخونه د روانو شخړو د پایته رسېدو غوښتونکي نه دي. په حقیقت کې، سیمه کې د جیوپولیټیکي سیالۍ یوه برخه د جګړې د ګټلو پر سر نه، بلکې د جګړې د پایتهع رسېدو د مخنیوي پر سر رامنځته شوې ده. په بل عبارت، په ننني منځني ختیځ کې جګړه یوازې په ډګر کې جریان نه لري، بلکې د جګړې د دوام یا درولو پر سر هم یوه سیاسي او سټراټیژیکه مبارزه روانه ده. که پخوا د سیمهییزو لوبغاړو اصلي موخه په جګړه کې بریا وه، اوس مهمه پوښتنه دا ده چې څوک د یوې سیاسي هوکړې له رامنځته کېدو وېره لري او د جګړې له دوام ګټه پورته کوي؟
اسراییلو په تېرو لسیزو کې ایران د خپل ملي امنیت پر وړاندې تر ټولو ستر سټراټیژیک ګواښ بللی دی. د تلابیب د مشرانو په آند، هر هغه هوکړه چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو او په پایله کې پر تهران د نړۍوالو فشارونو د راکمېدو لامل شي، کولای شي د ایران سیمهییز دریځ پیاوړی کړي. له همدې امله، اسراییل تل د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي خبرو اترو او هوکړو په اړه شکمن پاتې شوی او هڅه یې کړې چې خپلې اندېښنې د امریکا په پالیسۍ کې منعکسې کړي.
بلخوا، لبنان د دې سیالۍ یو له اصلي ډګرونو دی. د لبنان په پولو کې د پوځي عملیاتو پراختیا او پر بیروت د اسراییلو پاروونکی برید، یوازې د سرحدي شخړې تر کچې محدود نه دی. له شک پرته، د لبنان په جبهه کې د کړکېچونو پرلهپسې دوام د سیمې د امنیتي او جګړهییزې فضا په ساتلو کې مرسته کوي؛ هغه فضا چې پکې د ډیپلوماټیکو بهیرونو او سیاسي جوړجاړي د رامنځته کېدو امکان کمېږي. په بل عبارت، هرڅومره چې سیمه د وېرې او شخړې په حالت کې پاتې شي، په هماغه کچه د مذاکراتو مېز ته د بېرته ستنېدو او هوکړې ته د رسېدو احتمال کمېږي.
له بلې خوا، اسراییل د امریکا په سیاسي جوړښت کې د پام وړ نفوذ لري. د دواړو هېوادونو ځانګړې اړیکې، پراخې امنیتي او پوځي همکارۍ او د امریکا په سیاسي فضا کې د اسراییلو د ملاتړو اغېزناکو بنسټونو حضور، یو نه انکارېدونکی حقیقت دی. څه هم په امریکا کې د پرېکړو کولو معیار د هغه هېواد ملي ګټې دي، خو اسراییلي مشران هڅه کوي له خپل نفوذه په استفادې د کنټرول په موخه ګټه پورته او مهم رول ولوبوي.
له همدې امله، اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې آیا امریکا به د ایران پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په مسیر کې د لا شدیدې مقابلې پر لور وخوځول شي کنه ؟ د دې پوښتنې ځواب اسانه نه دی. له یوې خوا، د ایران د مهارولو لپاره لا هم سیاسي او امنیتي فشارونه پر ځای دي، اسراییل او د هغوی ځواکمن لابيکوونکي د دې تګلارې له دوامه ملاتړ کوي. له بلې خوا، په منځني ختیځ کې د تېرو دوو لسیزو د لوړو لګښتونو لرونکو جګړو تجربې د امریکايي سیاستوالو انګېزه د یوې نوې جګړې لپاره راکمه کړې ده.
د جګړې او خبرو اترو دواړې تګلارې د دوو متضادو منطقونو پایله ده. د سیمې راتلونکی د دغو دوو بېلابېلو منطقونو ترمنځ د کشمکش له پایلې سره تړاو لري. لومړی منطق د فشار پر دوام، له پوځي لارې د مقابل لوري مخنیوی او د تقابل د فضا پر ساتلو ولاړ دی او دویم منطق د خبرو اترو پر دوام، د اختلافاتو پر مدیریت او د کړکېچ د پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کوي. له دې اړخه کوم څه چې نن په منځني ختیځ کې روان دي، یوازې د جګړې په منځ کې جګړه نه ده؛ بلکې د جګړهییزو شرایطو د دوام لپاره جدي هڅې هم روانې دي. اسراییل پرلهپسې هڅه کوي چې امریکا د جګړې په دام کې را ایساره کړي؛ خو له دې سره سره، دا خورا لرې ښکاري چې امریکايي سیاستوال دې په دې دام کې راګیر شي. ځکه اړینه نه ده د دغه هېواد ملي ګټې د اسراییلو له ګټو سره همغږې وي. د کانګرس په ګډون امریکايي چارواکو، د جګړې له دوام خپله ناخوښي څرګنده کړې ده. د جګړې لګښتونه لوړ دي او د ایران اسلامي جمهوریت د مقابلې وړتیا ثابته شوې ده. د ایران ملت د خپل هېواد د دفاع لپاره خپله پرېکنده اراده ښودلې ده. له همدې امله، داسې ښکاري چې امریکا به یوې اوږدمهاله جګړې ته دننه نه شي؛ مګر دا چې د جګړې په ډګر کې شرایط له کنټروله ووځي او یا د امریکا حیاتي ګټې له جدي ګواښ سره مخ شي، چې په هغه صورت کې ښایي امریکا په ناغوښتل شوي ډول د لا پراخې جګړې پر لور کش کړل شي. په اوسني وخت کې د تهران او واشنګټن لپاره تر ټولو غوره او متحمله سناریو د تاوتریخوالي مدیریت او د یوې بشپړې سیمهییزې جګړې مخنیوی دی.
