فارین افرز مجله: امریکا دې پر خپله بهرنۍ پالیسي غور وکړي

فارین افرز مجله: امریکا دې پر خپله بهرنۍ پالیسي غور وکړي

د «فارین افرز» مجلې د «د امریکا د راتلونکې سټراټیژۍ» تر سرلیک لاندې په یوه تفصیلي راپور کې لیکلي چې د امریکا نړیوال رول له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته دا مهال د بل هر موخت پرتله زیات له ګونګوالي، سیالۍ او د مشروعیت له ناورین سره مخ دی.
د لیکوال په باور دا مهال واشنګټن اړ دی چې خپله بهرنۍ تګلاره او نړیواله سټراټیژي له سره تعریف کړي.
، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ مهمه څېړونکې ربېکا لېسنر او د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا (سي‌اېف‌ار) «د امریکا د راتلونکې سټراټیژۍ» د نوښتونو مشره، په دې لیکنه کې وايي چې نړۍ د ژورو بدلونونو پړاو ته دننه شوې ده؛ داسې پړاو چې پکې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لیبرال نړیوال نظم ورو ورو کمزوری کېږي او د نړیوال واک جوړښت د لا سختې سیالۍ او څو قطبي کېدو پر لور ګامونه اخلي.
هغه لیکي چې له سرحدونو هاخوا د ناورینونو زیاتوالی او د نړیوالې همکارۍ کچه د نوو قدرتونو پراختیا او کمزورتیا د امریکا لپاره یو ډېر پېچلی او ستونزمن چاپېریال رامنځ‌ته کړی دی. د هغه په وینا، خپله امریکا کې هم خلک په وروستیو لسیزو کې د واشنګټن له نړیوال رول څخه ناخوښي څرګندوي او د ډونالډ ټرمپ پر شعار هغه شکونه کوي چې په نړیواله کچه یې د امریکا د لومړي سټیج خبره کوله.
په راپور کې ویل شوي چې انقلابي ټکنالوژۍ لکه مصنوعي ځیرکتیا، اقلیمي بدلون او د نفوسو بدلونونه به نه یوازې ورځنی ژوند بدل کړي، بلکې نوې امنیتي ګواښونه او ننګونې به هم رامنځ‌ته کړي؛ که څه هم دا بدلونونه د پرمختګ لپاره لوی فرصتونه هم رامنځ‌ته کولی شي.
«فارین افرز» ټینګار کړی چې امریکا دې پر خپله نړیواله سټراټیژي بنسټیزه بیاکتنه وکړي؛ داسې بیاکتنه چې پکې تېر وخت ته بیا ستنېدل ناممکن وبلل شي او د راتلونکي لپاره نوښتګر اندونه وړاندې شي.
په راپور کې ویل شوي چې راتلونکې نړۍ به د ګڼو سیالیو، کړکېچونو او وېش خواته ګړندي ګامونه واخلي، جیوپولیټیک جوړښتونه به بدل شي او نړیوال اقتصاد به د ټوټې کېدو پر لور روان شي.
د «فارین افرز» په وینا، دا نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، اقلیمي ناورین او د نفوسو بدلونونو په څېر لویو جوړښتي عواملو تر اغېز لاندې ده، په داسې حال کې چې د نړیوالې همکارۍ وړتیا هم کمېږي. د دې ټولو عواملو ګډ اغېز د نړیوالو بدلونونو سرعت په څرګند ډول زیات کړی دی.
راپور زیاتوي چې امریکا لا هم ستر اقتصادي، ټکنالوژیک او نظامي ځواک لري، خو سیال هېوادونه یې په چټکۍ سره ورته نږدې کېږي. تر څنګ یې داخلي ستونزې لکه سیاسي قطبي کېدل، د ټولنیز یووالي کمزوري، د حکومتولۍ د ظرفیت کمېدل او د نظامي برترۍ په سیاسي بریاوو د نه بدلولو ستونزې واشنګټن ته لوی محدودیتونه جوړ کړي دي.
«فارین افرز» ټینګار کوي چې د امریکا هره بریالۍ سټراټیژي باید دا ومني چې بهرنی ځواک یې پرته له داخلي ثبات او پیاوړتیا څخه پایدار نه شي پاتې کېدای.
مجلې د خپل دغه راپور په دوام لیکلي چې د دې پروژې مقالې یوازې د یوې لوی فکر پیل دی او د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا به په راتلونکو کلونو کې هڅه وکړي چې د بېلابېلو مفکرینو په راټولولو سره د راتلونکو ننګونو لپاره نوې او لوړو موخو لرونکې نظریې وړاندې کړي.
دا بنسټ همدارنګه ټینګار کوي چې دا بحثونه به یوازې په واشنګټن یا نیویارک پورې محدود نه وي، بلکې په ټول امریکا کې به دوام وکړي څو د عادي خلکو او بېلابېلو سیاسي ډلو نظرونه هم د امریکا د راتلونکي سټاتیژۍ په جوړولو کې په پام کې ونیول شي.
په پای کې «فارین افرز» لیکي چې د داسې نړۍ لپاره د امریکا د ستراتیژۍ بیا جوړول چې په چټکۍ سره بدلېږي، ساده یا لنډمهاله کار نه دی، بلکې د فکري زړورتیا، رښتیني خبرو اترو او د بېلابېلو غږونو د ګډون اړتیا لري.

مطالب بیشتر:  پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه؛ د واشنګټن او اسلام‌آباد ګډه سناریو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *