د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی نور احمد، چې دا مهال د هند ۲۰۲۶ کال په غوره لیګ سیالیو (آیپيال) کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په ګټه لوبېږي، بېګاه شپه د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې لوبه کې تر ټولو غوره وځلېده او په څلورو اورونو کې یې د درېیو مهمو لوبغاړو په سوځولو سره، یوازې ۲۱ منډې ورکړې او په دې سره یې د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
د تېرې شپې په سیالۍ کې چینای سوپر کېنګز لومړی توپوهنه پیل کړه، چې د ۲۰ اورونو په لوبولو او پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې، ۱۹۲ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.
ورپسې کلکته نایټ رایډرز توپوهنه پیل کړه، چې د افغان لوبغاړي نور احمد له بریدګرې توپ اچونې سره مخامخ او د مهمو لوبغاړو په سوځېدو سره یې، د ۳۲ منډو په توپیر لوبه چینای سوپر کېنګر لوبډلې ته وبایلله.
