د فوټبال آسیا جام غوراوي سیالۍ؛ افغان ملي لوبډله نن سوریې سره مخامخ کېږي

د فوټبال آسیا جام غوراوي سیالۍ؛ افغان ملي لوبډله نن سوریې سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سه‌شنبه، د ۱۴۰۵ کال د وري (حمل) په ۱۱مه، د شپې په ۰۸:۴۵ بجو د ۲۰۲۷ زېږدیز کال د آسیا جام د غوراوي سیالیو د درېیم پړاو په خپله وروستي لوبه کې، د سوریې له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله الفیصل لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا سیالي د دواړو لوبډلو لپاره مهمه بلل کېږي، ځکه چې د آسیا جام سیالیو ته د لار موندنې په برخه کې د دوی پر راتلونکي اغېز لرلای شي.

مطالب بیشتر:  د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د اتلولۍ مدعیان؛ د فوټبال پیاوړې لوبډلې د اتلولۍ په کتار کې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *