د سږني نړیوال جام سیالۍ؛ امباپه، یامال او اولیسه مخکښ لوبغاړي دي

د سږني نړیوال جام سیالۍ؛ امباپه، یامال او اولیسه مخکښ لوبغاړي دي

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته، چې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي، له نږدې کېدو سره د ګول وېبپاڼې لیکوالانو او شنونکو د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي د احتمالي ګټونکي په اړه خپلې وړاندوینې وړاندې کړې دي. د دغې جایزې لپاره د مطرح نومونو په ډله کې کیلیان امباپه، لامین یامال، وینېسیوس جونیور، برونو فرناندېز، هري کین، ویتینیا او مایکل اولیسه تر نورو ډېر یاد شوي دي.
د ګول د کارپوهانو د پام وړ برخه باور لري چې د فرانسې د ملي لوبډلې ستوری کیلیان امباپه د دې جایزې د ګټلو تر ټولو قوي نوماند دی. مارک ډویل وایي، امباپه چې د ۲۰۲۲ قطر نړیوال جام د سرو زرو توپ په ګټلو کې پاتې راغلی و، دا ځل به له لا زیاتې انګېزې سره سیالیو ته ودانګي. د هغه په اند، د لامین یامال فزیکي ستونزې او د لیونیل میسي د عمر زیاتوالی د فرانسوي ستوري چانس تر نورو لوړ کړی دی. کریس برټن هم ټینګار کوي چې که فرانسه وروستیو پړاوونو ته ورسېږي، د امباپه رول به په دې بریا کې ټاکونکی وي او هغه کولای شي د نړیوال جام د سرو زرو توپ تر څنګ د نړۍ د فوټبال د سرو زرو توپ جدي مدعي هم شي.
په مقابل کې، یو شمېر شنونکي د هسپانیا د ځوان ستوري لامین یامال پر ځلېدو حساب کوي. کریشن ډېویس باور لري چې که یامال له ټپونو وروغېږي، د ۲۰۲۴ اروپا جام په څېر به په وروستیو پړاوونو کې وځلېږي او د هسپانیا اصلي ستوری به شي. د هغه په وینا، د نړیوال جام نوی فارمټ او د لوبو د شمېر زیاتوالی به دې ځوان لوبغاړي ته د ځلېدو لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
بل نوم چې د پام وړ پاملرنه یې جلب کړې، د بایرن مونیخ فرانسوی ستوری مایکل اولیسه دی. د ګول څو لیکوالان، لکه سټېفن ډاروین، پیټر مک‌وېټي او الېکس لابېډو، په دې باور دي چې اولیسه په بونډس‌لیګا کې د خپل ځلاند فصل وروسته چمتو دی چې په ملي کچه هم نړیوال شهرت ترلاسه کړي. دوی د بایرن مونیخ په ترکیب کې د هغه د ګولونو او ګول‌پاسونو د پام وړ شمېرې ته په اشارې وړاندوینه کوي چې نوموړی به د نړیوال جام له حیرانوونکو څېرو څخه وي.
له بلې خوا، وینېسیوس جونیور هم د ځینو کارپوهانو له انده جدي نوماند ګڼل کېږي. اېمي روسکای وایي، د برازیل په ملي لوبډله کې د کارلو انچلوټي او وینېسیوس بیا یوځای کېدل د دې بریدګر د ځلېدو زمینه برابرولی شي. د هغې په خبره، وینېسیوس له ګڼو فشارونو سره سره د برازیل د نوي نسل د رهبرۍ وړتیا لري او کولای شي سلسائو تر وروستیو پړاوونو ورسوي.
ځینې لیکوالان د پرتګال پر ستورو هم هیله لري. راین تولمیچ باور لري چې که پرتګال اتل شي، ویتینیا به په دې بریا کې محوري رول ولري او د معمول خلاف، چې اکثره لوبغاړي انفرادي جایزې ګټي، دا ځل یو منځنی لوبغاړی هم د سرو زرو توپ ترلاسه کولای شي. ټام ماسټن بیا برونو فرناندېز د دې جایزې وړ بولي او وایي چې د پرتګال لوبډلمشر له بریالي کلبي فصل وروسته د خپلې ملي لوبډلې د رهبرۍ وړتیا هم لري.
د انګلستان له نوماندانو هري کین لا هم د پام وړ دی. ټام هینډل وایي چې د انګلستان بریا یا ناکامي تر ډېره د کین له کړنو سره تړاو لري. هغه د بایرن مونیخ لپاره د نوموړي ځلانده فصل ته په اشارې زیاتوي چې که انګلستان اتل شي، کین به د نړیوال جام د سرو زرو توپ له اصلي نوماندانو څخه وي.
تر ډېره بریده کارپوهان په یوه خوله دي چې کیلیان امباپه لا هم د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سرو زرو توپ تر ټولو جدي مدعي دی؛ خو د هغه ترڅنګ لامین یامال، مایکل اولیسه، وینېسیوس جونیور، برونو فرناندېز او هري کین هم هغه څېرې دي چې د دغې سیالۍ معادلې بدلولای شي. د شنونکو په باور، په وروستیو پړاوونو کې د مدعیانو لوبډلو پایلې او په برخلیک ټاکونکو لوبو کې د ستورو اغېزمن رول به د دې جایزې د وروستي ګټونکي په ټاکلو کې مهم عامل وي.

مطالب بیشتر:  بدخشان کې د وزلوبې درې ورځنۍ سیالۍ د پهلوان ګلبدین په اتلولۍ پای‌ته ورسېدې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *