په وروستیو کلونو کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په ځانګړي ډول قزاقستان، اړیکې نوي پړاو ته دننه شوې دي؛ هغه پړاو چې تر ډېره بریده د سیاسي واقعیتپالنې او د دواړو لورو د اقتصادي ګټو پر بنسټ ولاړ دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت لا هم د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، قزاقستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې له کابل سره یې د فعال تعامل تګلاره خپله کړې او هڅه کوي د اقتصادي ډیپلوماسۍ د فعالولو له لارې سیمهییز ثبات او امنیت پیاوړی کړي.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، تازه دریځ؛ د افغانستان په اړه د استانې د تګلارې روښانه انځور وړاندې کوي. نوموړی باور لري چې په افغانستان کې د اقتصادي، بشري او بنسټیزو تشو رامنځته کېدل د بېثباتۍ، افراطیت او امنیتي ګواښونو د پراخېدو زمینه برابرولای شي.
د قزاقستاني چارواکو په اند، د تېرو څو لسیزو تجربې ښودلې چې افغانستان له سیاسي انزوا یا اقتصادي سقوط سره مخ شوی، پایلې یې یوازې د دغه هېواد تر پولو محدودې نه دي پاتې شوې،د سیمې پر ډېرو هېوادونو یې اغېزې کړې دي.
له همدې امله، له افغانستان سره د قزاقستان تګلاره «له رسمیت پېژندنې پرته تعامل» ده. په بل عبارت، استانه له افغانستان سره د اړیکو د ساتلو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ، لا هم د دغه حکومت د رسمیت پېژندنې رسمي ګام نه دی پورته کړی.
حتا په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل هم د دغه هېواد د چارواکو له لوري د کابل د حکومت د رسميت پېژندنې په معنا نه ګڼل کېږي او قزاقستان لا هم ځان د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شویو اصولو ته ژمن بولي.
اوس جدي پوښتنه دا ده چې قزاقستان ولې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري؟
اقتصادي ګټې
افغانستان پیاوړی کورنی تولید نه لري. له همدې امله، د مصرفي بازار په توګه د ګاونډیو هېوادونو د سوداګرو او صادروونکو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د افغانستان دغه څو میلیوني بازار ته د خپلو توکو د صادرولو لپاره د سیمې هېوادونه سیالي کوي. دغه بازار د قزاقستان د کرنیزو محصولاتو، اوړو، غنمو او نورو صادراتي توکو لپاره هم مهم بلل کېږي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لوړه شوې او قزاقستان هڅه کړې چې د افغانستان د مهم اقتصادي شریک په توګه خپل ځای لا پیاوړی کړي. بل لور ته، افغانستان هم کولای شي د قزاقستان لپاره د سویلي اسیا بازارونو ته د نښلېدونکې کړۍ رول ولوبوي.
جیوپولیټیک اهمیت
افغانستان د سیمې په ټرانزیټي پروژو کې مهم جیوپولیټیک موقعیت لري. قزاقستان د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سوداګریزو لارو د نوښت تګلاره غوره کړې ده. دا په وچه کې راګیر هېواد تل هڅه کوي چې ازادو اوبو او د سویلي سیمو بازارونو ته پراخ لاسرسی ومومي.
د افغانستان جغرافیایي موقعیت دا وړتیا لري چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر یوه پل بدل شي. له همدې امله، د لېږد رالېږد پروژې، د اورګاډيپټلۍ او د سوداګریز دهلېزونه هغه برخې دي چې په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو اړیکې لا ژورې کولای شي.
له بلې خوا، افغانستان هم له قزاقستان سره د اړیکو له پراختیا ګټه ترلاسه کوي. د افغانستان اقتصاد په اوسنیو شرایطو کې بهرنۍ پانګونې، د سوداګرۍ پراختیا او د نوو ټرانزیټي لارو رامنځته کولو ته اړتیا لري. له قزاقستان سره همکاري، چې نسبي اقتصادي او سیاسي ثبات لري، کولای شي د دغو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان او قزاقستان د اړیکو راتلونکی
د افغانستان او قزاقستان د اړیکو راتلونکی هیلهبښونکی ښکاري. شواهد ښيي چې دواړه لوري د دې موضوع اهمیت درک کړی او د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو د پراختیا پر لور روان دي. که څه هم د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندنې مسله لا هم د دواړو لورو په بهرني سیاست کې یوه مهمه او ننګونکې موضوع ګڼل کېږي، خو جیوپولیټیک واقعیتونو او اقتصادي ګټو قزاقستان دې ته اړ کړی چې عملي تګلاره خپله کړي.
دغه تګلاره پر دې اصل ولاړه ده چې له افغانستان سره رغنده تعامل، حتا د رسمي رسمیت پېژندنې له نشتوالي سره، کولای شي د افغانستان د کورني ثبات او د سیمې د ګډ امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.
په پای کې ویلای شو چې د افغانستان او قزاقستان اړیکې نن تر بل هر وخت زیات د ګډو اقتصادي ګټو او امنیتي اندېښنو تر اغېز لاندې دي. که اوسنی بهیر دوام ومومي او افغانستان د سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره لازم شرایط برابر کړي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې کولای شي د سیمې د بریالیو همکاریو له غوره بېلګو څخه وګرځي. دا تعامل به د اوږدمهال لپاره نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه تمام شي.
