د نړۍوال مشروعیت پر وړاندې سیمه‌ییز مشروعیت؛ ایا د سیمې د هېوادونو ملاتړ د نړۍوالې پېژندنې ځای نیولی شي؟

د نړۍوال مشروعیت پر وړاندې سیمه‌ییز مشروعیت؛ ایا د سیمې د هېوادونو ملاتړ د نړۍوالې پېژندنې ځای نیولی شي؟

په افغانستان کې د سیاسي نظام له بدلون وروسته، د هېواد د بهرني سیاست په ډګر کې تر ټولو مهمه مسئله د بدیل حکومت مشروعیت او نړۍواله پېژندنه ده. تر اوسه پورې هېڅ لوېدیځ ځواک او نړۍوال سازمان د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. له بلې خوا، د سیمې ډېرو هېوادونو بېلابېل دریځونه غوره کړي، د ملاتړ پالیسي یې خپله کړې او له کابل سره یې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي تعامل ټینګار کړی دی. له همدې امله دا مهمه پوښتنه مطرح کېږي چې ایا سیمه‌ییز ملاتړ کولی شي د نړۍوال مشروعیت بدیل واوسي؟
په نړۍوالو اړیکو کې «پر قلمرو اغېزمن کنټرول» او «رسميت پېژندنې» ترمنځ توپیر شته. نن ورځ اسلامي امارت پر حکومتي جوړښتونو بشپړ کنټرول لري او له شک پرته د افغانستان پر قلمرو حاکمیت کوي؛ خو له دې سره سره، لا هم نړۍوال تعامل هغې کچې ته نه دی رسېدلی چې د دولت رسميت پېژندنې ته لاره هواره کړي. له همدې امله افغانستان په یوه دوه‌ګوني حالت کې قرار لري. له یوې خوا په کور دننه یو تثبیت شوی سیاسي واقعیت لري او له بلې خوا د نړۍوالې رسمیت نه‌پېژندنې له امله، محدودیتونو سره مخ دی.
د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو، د لوېدیځ په پرتله یو ډېر عمل‌محوره دریځ غوره کړی دی. د دغو هېوادونو لپاره امنیتي ثبات، د افراطیت د پراخېدو مخنیوی، د ترهګرو جریانونو پر وړاندې مبارزه، د کډوالۍ کنټرول او په ځانګړي ډول د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پراختیا لومړیتوب لري. همدې لیدلوري ته په کتو، یاد هېوادونه کابل کې له حاکم حکومت سره تعامل یوه جیوپولیټیکي اړتیا بولي. که څه هم دا کار د رسميت پېژندنې مانا نه لري؛ خو په عملي توګه د «ډي فاکتو» یا واقعي پېژندنې یوه بڼه ګڼل کېږي، چې له سیاسي او حقوقي پلوه د پام وړ ارزښت لري.
په مقابل کې، لوېدیځ هېوادونه نړۍوال مشروعیت یوازې تر ځمکنۍ واکمنۍ، نفوس او حاکمیت پورې نه محدودوي. هغوی، د یادو مواردو ترڅنګ، د حکومتونو پېژندنه د سیاسي مشارکت، د قانون حاکمیت، له نړۍوال نظم سره همغږي، د بشري حقونو رعایت، د ښځو حقوق او نړۍوالو تعهداتو ته د ژمنتیا له معیارونو سره تړي. له همدې امله، لوېدیځ تر اوسه د اسلامي امارت په اړه محتاطانه تګلاره غوره کړې او له «پېژندنې پرته محدود تعامل» سیاست یې غوره کړی دی. د دغو دوو دریځونو ترمنځ توپیر ښيي چې سیمه او لوېدیځ د افغانستان مسئلې ته له دوو بېلابېلو زاویو، چې یو یې د ثبات او امنیتي ګټو لیدلوری او بل یې د نړۍوالو ارزښتونو او معیارونو لیدلوری دی، ګوري.
سیمه‌ییز ملاتړ ډېر اهمیت لري او دې چارې د پراخ تعامل او عملي اړیکو زمینه برابره کړې ده. خو دا تعامل بیا هم نه شي کولی چې په بشپړه توګه د نړۍوال مشروعیت ځای ونیسي. سیمه‌ییز ملاتړ او د ګاونډیو هېوادونو همکاري کولی شي د سیاسي انزوا په کمولو، د کورني ثبات په ټینګښت، د سوداګرۍ په زیاتوالي او د افغانستان د سیمه‌ییز دریځ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. دا چاره د امنیت احساس پیاوړی کوي او په کور دننه د خلکو باور زیاتوي؛ خو ډېرې اساسي ننګونې به لا هم پر خپل ځای پاتې وي. نړۍوال مالي نظام ته محدود لاسرسی، د سترو بهرنیو پانګونو د جلب ستونزې، د بانکي پورونو ترلاسه کول، له نړۍوالو بنسټونو سره په تعامل کې محدودیتونه، د ځینو بنډیزونو دوام او په ځانګړي ډول د ملي شتمنیو کنګل پاتې کېدل، د نړۍوالې رسميت نه‌پېژندنې له مهمو پایلو دي.
د سیمې او لوېدیځ د دریځونو ترمنځ د واټن دوام کولی شي د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمې پایلې ولري. له یوې خوا، د سیمه‌ییزو قدرتونو رول به د هېواد د سیاسي او اقتصادي مسیر په ټاکلو کې زیات شي او دا چاره به افغانستان تر پخوا ډېر پر خپل شاوخوا چاپېریال متکي کړي. له بلې خوا به، د نړۍوال نظام له رسمي جوړښتونو سره واټن، د اقتصادي پراختیا او په نړۍوال اقتصاد کې د افغانستان د ادغام بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
په ټولیز ډول، سیمه‌ییز مشروعیت او نړۍوال مشروعیت د یو بل بشپړوونکي مفاهیم دي، نه داسې مقولې چې د یو بل بدیل وګرځي. د سیمې د هېوادونو تعامل او ملاتړ کولی شي د نړۍوالې رسمیت نه‌پېژندنې له امله رامنځته شوې ځینې تشې ډکې کړي، خو د دوامدار امنیت، تلپاتې ثبات، اقتصادي پرمختګ او په نړۍوال نظام کې د فعال حضور لپاره، افغانستان لا هم د خپلو اړیکو پراخولو او په نړۍواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو ته اړتیا لري. په اوسنیو شرایطو کې دا ایجابوي چې د سیمه‌ییز ملاتړ له کارولو سره پر نړۍوالې ټولنې فشار زیات شي، څو په نړۍواله کچه تعامل او رسمیت پېژندنې ته زمینه برابره شي. همدې ته په کتو، د هېواد راتلونکی او د اقتصاد، سیاست او پراختیا برخلیک د مشروعیت د دغو دوو ډګرونو د نږدې کولو په بریالیتوب پورې تړلی دی.

مطالب بیشتر:  د بې‌باورۍ دریڅه؛ د افغانستان او پاکستان خبرې ولې بې پایلې شوې؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *