د ایران – امریکا جګړه؛ لنډمهاله اوربند که د جګړې له ډګره د تېښتې  پلمه؟

د ایران – امریکا جګړه؛ لنډمهاله اوربند که د جګړې له ډګره د تېښتې  پلمه؟

د ایران او امریکا ترمنځ شخړه، چې له تېرو ۳۸ ورځو راهیسې دوام لري، نه یوازې د جګړې، بلکې د ډیپلوماټیکو معادلاتو په ‌ډګر کې هم لا پېچلې شوې ده. واشنګټن په پیل کې داسې انګېرله، چې دا جګړه به لنډمهاله او هدفمنده وي، خو اوس په یوې اوږدې، څو اړخیزې او فرسایشي جګړې بدله شوې او واشنګټن نه یوازې دا چې تر دې دمه خپلو لومړنیو موخو ته نه دی رسېدلی، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې د لګښتونو او زیانونو کچه پراخېږي.

د ټرمپ ادارې د ډیپلوماټیکو هڅو په منځ کې پوځي انتخاب غوره کړ او د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۸مه یې، د ایران پر ځینو اهدافو د بریدونو له لارې عملاً د عمان په منځګړیتوب جینوا کې د خبرو اترو بهیر ګډوډ کړ. د واشنګټن اساسي محاسبه دا وه چې دغه اقدام به په لنډ وخت، یعنې له یوې تر دوو اونیو پورې، ایران دې ته اړ کړي چې د امریکا غوښتنې ومني او یو اړخیزی هوکړې ته به غاړه کېږدي؛ خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه، چې د واشنګټن اټکلونه او محاسبې د شته واقعیتونو پر بنسټ نه، بلکې د احساساتو پر اساس نیول شوي.

سره له دې چې د جګړې ۳۸ ورځې تېرېږي، خو تهران نه یوازې دا چې د واشنګټن فشارونو ته نه دی تسلیم شوی، بلکې د خپلو پوځي او سټراټیژیکو وړتیاوو پر بنسټ یې مقاومت ته دوام ورکړی او په ډېرو برخو کې برلاسی هم دی. د متقابلو بریدونو دوام، د جګړې د ساحې پراخوالی او د ځواب ویلو وړتیا، د دې ښکارندویي کوي چې تهران د لنډمهاله جګړې لپاره نه، بلکې د اوږدمهاله مقاومت لپاره ځان چمتو کړی دی.

مطالب بیشتر:  د نظام بدلون زمزمې؛ د پاکستان د لاس‌وهنو زمانه پای‌ته رسېدلې

په همدې لړ کې، د امریکایي–اسراییلي رسنۍ «آکسیوس» وروستي تحلیلي راپور چې د ۴۵ ورځني لنډمهاله اوربند خبره پکې شوې، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د دې راپور له مخې، یو شمېر منځګړي هڅه کوي، چې د کړکېچ کابو کولو لپاره پر داسې لنډمهاله اوربند هوکړه وشي، څو له مخې یې د مذاکراتو بیا پیل ته زمینه برابره شي. خو په دې راپور کې مهم ټکی دا دی چې حتا د ۴۵ ورځني اوربند او مذاکراتو پر مهال به هم د جګړې سیوری پر ځای وي؛ هغه څه چې په جګړه کې د «حلوا» وېش مانا لري.

د اوربند دې طرحې د شنونکو جدي شکونه راپورته کړې دي. ایراني رسنیو په انتقادي تحلیلونو کې دا وړاندیز د یوې واقعي حل‌لارې پر ځای د یوې پېچلي سناریو برخه بللې ده. د دې رسنیو د تحلیلونو له مخې، داسې طرحې او وړاندیزونه ښایي د رواني جګړې برخه وي او امریکا ته د جګړې له ډګره د شاتګ او تېښتې زمینه برابره کړي.

د دې طرحې پر وړاندې د ایراني رسنیو په تحلیلونو کې څو مهم ټکي مطرح شوي دي: لومړی دا چې ښايي د ۴۵ ورځني اوربند طرحه د دې نښه وي چې ډونالډ ټرمپ غواړي له خپلو وروستیو ګواښونو، لکه د ایران د حیاتي زېربناوو له په نښه کولو شاتګ وکړي؛ ځکه دا ګواښونه د تهران له جدي خبرداریو سره مخ شوي دي. دویم دا چې ایران تر دې وړاندې هم لنډمهاله اوربند رد کړی او دلیل یې دا دی، چې مقابل لوری له دا ډول فرصتونو په استفادې ځان تجهیزوي.

د ایراني رسنیو د تحلیلونو له مخې، که د جګړې د پای لپاره د تهران اساسي شرطونه پوره نه شي، نو موقتي اوربند نه یوازې کړکېچ نشي کابو کولی، بلکې ښايي په نورو بڼو د فشارونو دوام، په ځانګړي ډول د جګړې تر سیوري لاندې د مقابل لوري سیاسي، اقتصادي او ان د پوځي ګټو خوندیتوب ته زمینه برابره کړي.

مطالب بیشتر:  د کانګرېس له ژمنو د ټرمپ تر کړنو؛ آیا امریکا افغان کډوال باسي؟

په لویه کې، دا پرمختګونه د دې ښکارندویي کوي، چې واشنګټن اوس له یوې سختې معادلې سره مخامخ دی؛ هغه دا چې له یوې خوا به د جګړې دوام د دوی لپاره لا ډېر اقتصادي، پوځي او کورني لګښتونه ولري او له بلې خوا به، له کومې لاسته‌روړنې پرته د جګړې پرېښود د متحده ایالاتونو د سټراټیژیکې ماتې په توګه تعبیر شي.

په همدې چوکاټ کې، پر ایران د فشارونو زیاتوالی او د برېښنا پر زېربناوو د بریدونو ګواښ، هغه هڅه ده چې له مخې یې واشنګټن غواړي د شرایطو په منلو سره تهران هوکړې ته اړ کړي؛ خو د جګړې په ډګر کې وروستیو تجربو ثابته کړې، چې دا ډول فشارونه د واشنګټن لپاره مطلوبې پایلې نه شي لرلای.

په پای کې، د ایران له رسمي دریځونو داسې ښکاري چې د جګړې پای یوازې د ځانګړو شرطونو په پوره کېدو سره ممکن دی، او د تهران مقاومت ثابته کړه چې بېړنۍ او احساساتي پرېکړې د مقابل لوري لپاره اوږدمهاله پایلې لرلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *