د ماهرنګ بلوڅ ادعا؛ د افغانستان او بلوچستان تاریخي اړیکې

د ماهرنګ بلوڅ ادعا؛ د افغانستان او بلوچستان تاریخي اړیکې

په دې وروستیو کې ځینو بلوڅو رسنیو او سیاسي فعالانو چې له ډلې یې ماهرنګ بلوچ هم ده، ادعا کړې چې پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د بلوڅو پر ضد د امنیتي عملیاتو پر مهال د افغانستان د پخواني حکومت له پوځيانو استفاده کړې ده.
دا ادعاوې د بلوڅانو له اعتراضیه ویډوګانو خپریدو وروسته لا پراخې شوې.
که څه هم دغو ویډیوګانو پراخ بحثونه راپورته کړي، خو تر اوسه کوم رسمي، خپلواک او مستند راپور نه دی خپور شوی چې په بشپړ ډول تایید یا رد شي. له همدې امله، د دې موضوع څېړنه باید د ادعاوو، شته نښو او ثابتو واقعیتونو ترمنځ د توپیر پر بنسټ ترسره شي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له بدلون وروسته، د پخواني حکومت زرګونه پوځيان بې‌دندې او له مشخص جوړښت پرته پاتې شول. همدې وضعیت په تېرو کلونو کې دا اټکلونه رامنځ‌ته کړل چې ښايي د دغو ځواکونو ځینې کسان د امنیتي شرکتونو، بهرنیو هېوادونو یا وسله‌والو ډلو له خوا جذب شوي وي.
لکه څنګه چې د روسیې، اوکراین، لیبیا او نورو ځایونو کې د دغو ځواکونو د حضور په اړه اټکلونه شوي دي. له همدې امله، له نظري پلوه له افغانستانه بهر په پوځي فعالیتونو کې د ځینو کسانو د ګډون امکان په بشپړه توګه ردول نه شي کېدای؛ خو دغه احتمال په رسمي او منظمې تګ‌لارې پورې تړل، پرته له معتبر اسنادو، له مسلکي تحلیل سره سمون نه لري.
که دا اټکلونه واقعیت ومومي، په ځانګړي ډول که د ماهرنګ بلوچ ادعا ثابته شي، نو موضوع به د نړیوال قانون له نظره هم د پام وړ وي. د یوه دولت له خوا د بل هېواد د وګړو یا پخوانیو پوځيانو کارول په کورنیو وسله‌والو عملیاتو کې منع دي؛ خو که دغه کسان د اجیرانو په توګه یا د کورنیو قوانینو او نړیوالو ژمنو له چوکاټ څخه بهر وکارول شي، نو د دولت د مسوولیت، د بشري حقونو د رعایت او بشري قوانینو په اړه پوښتنې رامنځ‌ته کولی شي.
همداراز که د عملیاتو پر مهال د بشري حقونو سرغړونې یا د ملکي وګړو د حقونو نقض رامنځ‌ته شي، نو حقوقي مسوولیت یوازې د افرادو پر غاړه نه وي، بلکې کاروونکی دولت هم د نړیوالو قوانینو له مخې ځواب ویونکی کېدای شي. د نړیوالو قوانینو له مخې، اجیرانو ته ځانګړې حقوقي ساتنه نه ورکول کېږي. له همدې امله، د نیابتي ځواکونو یا اجیرانو کارول د دغو کسانو یو ډول ناسم استثمار بلل کېږي.
له امنیتي اړخه، که دا موضوع رښتیا وي، نو اغېزې یې یوازې د بلوچستان تر پولې محدودې نه پاتې کېږي. افغانستان په تېرو کلونو کې تل ویلي چې اجازه نه ورکوي د دې هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
له بلې خوا، که په عامه افکارو کې دا تصور رامنځ‌ته شي چې افغان وګړي یا پخواني پوځیان د ګاونډیو هېوادونو په شخړو کې فعال رول لري، نو دا مسله د کابل او اسلام‌اباد پر متقابلو باورونو منفي اغېز کولی شي او سیاسي او امنیتي ناسم برداشتونه رامنځ‌ته کولی شي. سربېره پر دې، دا حالت د سرحدي حساسیتونو د زیاتېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د لا پېچلې کېدو لامل کېدای شي.
له ټولنیز اړخه هم دا موضوع ځانګړی اهمیت لري. د افغانستان او بلوچستان ولسونه پراخ تاریخي، کلتوري او ټولنیز اړیکې لري او له لسیزو راهیسې د خلکو ترمنځ اړیکې دوام لري.
که دغه ادعا په همدې توګه عامه افکارو کې پراخه شي، ښايي د بلوڅې ټولنې د یوې برخې او افغانانو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا رامنځ‌ته شي؛ که څه هم له حقوقي پلوه د احتمالي افرادو مسوولیت باید ټول ملت یا ټولې ټولنې ته منسوب نه شي خو موږ پوهېږو چې د خلکو چلند تر ډېره د حقوقي اصولو پر ځای د عامه احساساتو له فضا اغېزمنېږي.
همداراز په افغانستان کې هم دا ډول خبرونه د سیاسي او ټولنیزو اختلافونو او تاوتریخوالي زمینه برابرولی شي.
د دې موضوع بله مهمه اندېښنه په سیمه کې د نیابتي ځواکونو د پراخېدو احتمال دی. په منځني ختیځ، افریقا او د اسیا په ځینو برخو کې د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې چې د پخوانیو پوځيانو یا روزل شویو ځواکونو کارول په بهرنیو جګړو کې، که منظم شي، د فراملي شبکو او د جګړې د اقتصاد د رامنځ‌ته کېدو لامل کېدای شي.
دا بهیر نه یوازې د ښکېلو هېوادونو امنیت ګواښي، بلکې د پولو کنټرول، د وسلو د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د ګډو ګواښونو مدیریت هم ستونزمنوي. له همدې امله، د سیمه‌ییزو شخړو لپاره د روزل شویو ځواکونو د جذب مخنیوی د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی.
په سیمه‌ییزه کچه هم د دغو ادعاوو مطرح کېدل، که ثابتې شي او که یوازې اټکل پاتې شي، کولی شي د دولتونو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا زیاته کړي. امنیتي همکاري، د معلوماتو شریکول او د پولو ګډ مدیریت هغه مهال بریالي کېدای شي چې پر متقابل باور او بشپړ روڼتیا ولاړ وي.
له همدې امله، د ګاونډیو هېوادونو د وګړو پوځي کارونې په اړه هره ادعا دقیقې څېړنې، خپلواکو پلټنو او د تایید وړ اسنادو ته اړتیا لري.
په پای کې، حقیقت دا دی چې د افغانستان، پاکستان او بلوچستان ثبات له یو بل سره تړلی دی او ټول په یوه بېړۍ کې سپاره دي. د سیمې امنیت هغه وخت خوندي کېدای شي چې هېڅ هېواد د نورو هېوادونو له وګړو یا پوځي ظرفیتونو څخه د کورنیو شخړو د پراخولو لپاره استفاده ونه کړي او ټول لوري له پوره شواهدو پرته د حساسو ادعاوو له مطرح کولو ډډه وکړي.
روڼتیا، امنیتي همکاري او د ښه ګاونډیتوب اصل ته درناوی د بې‌باورۍ د مخنیوي او د سیمه‌ییز ثبات د ساتلو غوره لار ده؛ هغه څه چې ولسونه، حکومتونه او سیمه‌ییز فعالان باید ورته ژمن پاتې شي.

مطالب بیشتر:  د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د افغانستان امنیتی‌سازي؛ د کابل د مهارولو سټراټیژي که د کورني ناورین پټول ؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *