پر لارک ټاپو برید؛ ایران امارتو کې امریکايي اډه ویشتې

پر لارک ټاپو برید؛ ایران امارتو کې امریکايي اډه ویشتې

 

 

سره له دې چې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي نښتې درېدلې وې، خو تېره شپه دواړو لوریو یو ځل بیا پر یو بل متقابل بریدونه کړي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د دوشنبې په سهار اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې یې پر «لارک» ټاپو بریدونه کړي او د ایران د احتمالي ګواښ مخه یې نیولې ده.

سنټکام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د امریکایي ځواکونو وروستی اقدام «محدود او دقیق» و او په هرمز تنګي کې د مایونونو اېښودلو د مخینوي او د بېړیو د تګ راتګ پر وړاندې د ګواښ له منځه وړلو په موخه ترسره شوی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د خبرپاڼې یوه برخه

«امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران د هغو ماین اېښودونکو ځواکونو پر وړاندې محدود او دقیق اقدام کړی چې د هرمز په تنګي کې یې د سمندري تګ راتګ پر وړاندې د سمدستي او نږدې ګواښ رامنځته کولو هڅه کوله».

 

د امریکا د دې بریدون په غبرګون کې، د ایران سپاه پاسداران په اردن کې د «ملک حسین» او «الازرق» پر دوو هوايي اډو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. سپاه ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د امریکا ترمیماتي زیربناوې او د جنګي الوتکو انګرونه په نښه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي.

د سپاه پاسداران ځواکونو ویاند حسین محبي خبرداری ورکړی، چې امریکا به پر لارک ټاپو د وروستیو بریدونو درنه پوځي او اقتصادي بیه پرې کړي.

«دښمن به په دواړو اقتصادي او پوځي ډګرونو کې د دې ناسمې محاسبې پایلې وویني. دغه اقدام د ټرمپ د رژیم له لوري د اقتصادي جګړې په ترڅ کې یوه ستراتیژیکه او مرګونې تېروتنه وه؛ داسې تېروتنه چې د دغه اقدام د طرحه کوونکو پر وړاندې به توازن بدل او درانه لګښتونه به ولري».

مطالب بیشتر:  د امریکا او ایران تازه مذاکرات

 

د ایران او امریکا ترمنځ د تازه کړکېچ په لړ کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، شانګهای همکاریو سازمان کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته تر روانېدو مخکې ویلي، چې هېواد یې «د جګړې غوښتونکی نه دی»، خو خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول تېري پر وړاندې به «چوپ پاتې نه شي» او پرېکنده ځواب به ورکړي.

«موږ د جګړې غوښتونکي نه یو، خو د هر ډول تېري پر وړاندې به هېڅکله چوپ پاتې نه شو او یرغلګرو ته به پرېکنده ځواب ورکړو. په سیمه کې بې‌ثباتي د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او باید لاسونه سره ورکړو او د سیمې د امنیت، اقتصاد او پرمختګ لپاره هڅې وکړو».

 

د تهران او واشنګټن ترمنځ تازه نښتو، په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ لا اغېزمن کړی او دې چارې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي. وروستي معلومات ښيي چې له هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ په ورځ کې شاوخوا پنځو بېړیو ته راټیټ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *