د ایران هرمزګان ولایت د کوهستک بندر په سیریک سیمه کې د واده پر مراسمو د امریکا د وروستي هوایي برید او پکې د ملکي وګړو مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. انتونیو ګوترش د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو او د پیل او ترینګلتیاوو د پایته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفن دوجاریک زیاته کړې: «د ملګرو ملتونو سرمنشي تېره شپه د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د متقابلو بریدونو له امله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه د ملکي وګړو د مرګژوبلې، په ځانګړي ډول د واده پر مراسمو د برید راپورونو په اړه سخت اندېښمن دی. پر ملکي وګړو برید په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.»
د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران پر وړاندې د بریدونو بلې څپې ته چمتووالی ښودلی دی. ټرمپ یو ځل بیا د هرمز تنګي نوم د «ټرمپ تنګي» ته د بدلولو طرحه مطرح کړې ده او ټینګار یې کړی چې امریکا اوس د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه ویلي: «موږ هرمز تنګی تر خپل کنټرول لاندې راوستی او اوس هم یې کنټرولوو. موږ هره ورځ له دغه تنګي ډېرې بېړۍ او میلیونونه بېلره تېل باسو. تر ډېره دا کار له کومې ستونزې پرته ترسره کوو. هغوی کله ناکله یوه ډرون الوتکه توغوي او موږ یې رانسکوروو. خو موږ بشپړ، ډېر پیاوړی کنټرول لرو.»
په ورته وخت کې، د ایران د پوځ عمومي قوماندان امیر حاتمي خبرداری ورکړی، چې تهران به د دښمن هر اقدام ته څو برابره او په پوره ځواک ځواب ورکړي او د هغوی محاسبې ناسمې ثابتې کړي.
امیر حاتمي خبرداری ورکړی: «د دښمن هر اقدام ته به څو برابره او په پوره ځواک ځواب ورکړو، څو د هغوی په محاسبو کې دا خبره په روښانه ډول ثابته شي چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو خلکو دفاع ته پوره هوډ لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د روغتیا وزیر د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا د سهشنبې شپې په هوایي بریدونو کې چې د ایران په جنوب کې یې شاوخوا ۴۰ سیمې په نښه کړې، ۱۸ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
