د لفظي کړکېچ تر سیوري لاندې؛ د ایران او واشنګټڼ خبرې

د لفظي کړکېچ تر سیوري لاندې؛ د ایران او واشنګټڼ خبرې

د امریکا او ایران د پلاوو ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي. د دغو خبرو اصلي موضوع، د پرېکړو عملي کولو لپاره د تګلارو جوړول دي. د ایران اټومي پروګرام، اقتصادي بندیزونه، او د امریکا له لوري د ایران کنګل شوې شتمنۍ هغه موضوعات دي چې لا له وړاندې یې په تړاو کار پیل شوی دی خو د تهران او واشنګټن د چارواکو ترمنځ لفظي ناندارۍ هغه څه دي چې پر دغو خبرو یې لا هم سیوری غوړولی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د جګړې او خبرو پر مهال یې د ایران په اړه متناقضې خبرې کړې دي، یو ځل بیا اعلان کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي او تهران په دې پړاو کې لوی امتیازونه ورکوي. ټرمپ ادعا کړې چې هر هغه څه چې له ایران څخه وغوښتل شي، تهران یې مني.
«موږ له لوی توپیر سره په بریا کې یو او ایران ډېر مهم امتیازونه ورکوي او موږ به وګورو چې څه پېښېږي. هر هغه څه چې زه له ایران څخه غواړم، هغوی یې مني».
خو په تهران کې هم د ایراني د چارواکو لحجه د امریکا د متناقضو څرګندونو په وړاندې لا تونده شوې ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د عاشورا په مراسمو کې یو ځل بیا د زور زیاتي پر وړاندې پر مقاومت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دښمن فکر کاوه چې په درې ورځو کې به اسلامي جمهوریت له منځه یوسي، خو د ایران پوځ د هغوی دا ارمان له خاورو سره خاورې کړ.هغه ټینګار وکړ هغه کسان چې د حسین (ع) لار تعقیبوي، د دښمنانو د بمونو او توغندیو په وړاندې سر نه ټیټوي او نه به یې ټیټ کړي.
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ایران دښمنانو تل هڅه کړې چې د دې هېواد لپاره ستونزې جوړې کړي. هغه وویل چې د ایران ولس د یوالي او یو موټي‌توب له لارې تر اوسه توانېدلی چې په نړۍ کې په عزت او سرلوړي ژوند وکړي.
په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ تخنیکي خبرې د احتمالي هوکړې د عملي کولو د تګلارو د ټاکلو لپاره روانې دي، دواړه لوري لا هم د خبرو د بهیر په اړه بېلابېل دریځونه لري؛ له یوې خوا د ټرمپ د ایران له لوري د امتیاز ورکولو ادعا او له بلې خوا د تهران د مقاومت او خپل دریځ ساتلو ټینګار. اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا خبرې اترې به کومې عملي پایلې ته ورسېږي؟

مطالب بیشتر:  د ستانبول غونډې دویم پړاو ته د کې‌یف هیلې او د مسکو شرطونه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *