د «یوګو» او «اکونومېسټ» رسنیو د تازه نظرپوښتنو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې واکمنۍ پر مهال د هغه د کړنو له کبله د هغه محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی.
د نظرپوښتنو له مخې، یوازې ۳۴ سلنه ګډونوالو د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې «تر یوه حده» یا «په بشپړه توګه» تایید کړې دي، په داسې حال کې چې ۶۲ سلنه کسانو د هغه کړنې رد کړې دي. څلور سلنه ګډونوالو ویلي چې په دې اړه څرګند نظر نه لري.
د یوګو ادارې ویلي، د ټرمپ د کړنو ۳۴ سلنه ملاتړ د دوی په ټولو ترسره شویو نظرپوښتنو کې تر ټولو ټیټه کچه ده او د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ دورې له ټیټې کچې سره برابره ده.
د ټرمپ د محبوبیت کچه داسې مهال مخ په ځوړ روانه ده چې د هغه حکومت له کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخ دی؛ له کورنیو سیاسي اختلافاتو نیولې تر اقتصادي، کډوالۍ او نړیوالو سیاستونو پورې.
شنونکي وایي، که د ټرمپ د محبوبیت د کمېدو لړۍ دوام وکړي، ښايي د هغه د حکومت پر سیاسي پروګرامونو او د راتلونکو ټاکنو پر سیالۍ اغېز وکړي.
