د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام، د ایران دفاع وزیر مجید ابنالرضا ویلي، چې ځواکونه یې د امریکا د جنګي بېړیو د په نښه کولو وړتیا لري.
په ورته وخت کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي ویلي، چې واشنګټن په وروستیو ورځو کې د تهران له نویو توغندیو څرګند خبرداری ترلاسه کړی دی. هغه ټینګار کړی، چې په سیمه کې د امریکایي بېړیو او پوځي تاسیساتو پر وړاندې عملیاتي دریځ په بنسټیز ډول له سره تنظیم او ارزول شوی دی.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي د خپلو خبرو په دوام ویلي: «اقتصادي جګړې ته به د فارس خلیج په ټوله سیمه کې د سمندري ممنوعه سیمې په جوړولو سره، تر هغې کرښې پورې چې محاصره رامنځته کوي، ځواب ورکړل شي. د امریکايي جنګي بېړیو او پوځي اډو پر وړاندې عملیاتي دریځ په بنسټیز ډول له سره تنظیم شوی دی.»
بلخوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د اسلامي همکاریو سازمان له نوي سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد سره ټلیفوني خبرونو کې، له هغه غوښتي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه وهڅوي، څو د ایران د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض په اړه روښانه دریځ غوره کړي.
ایراني خبري آژانس په خپل راپور کې زیاته کړې: «د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي غوښتي، څو د دغه سازمان غړي هېوادونه وهڅوي چې د ایران د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونې، او د زور او تېري د کارولو پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافائل ګروسي ویلي، چې د ایران اټومي تاسیساتو ته د نه لاسرسي له امله یې تازه راپور نه دی چمتو کړی او خبرداری یې ورکړی چې له ادارې سره د تهران نه همکاري به «منفي پایلې» ولري. ایران بیا د ګروسي دا غوښتنه بېمعنا بللې او د یادې ادارې له لوري یې د «غیرمسلکي او د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې» د راپور ورکولو بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.
