جاپان کې د پاکستان پخواني سفیر او د امریکا د جورج ټاون پوهنتون استاد توقیر حسین، په هغه مقاله کې چې د پاکستان په «ډان» ورځپاڼه کې خپره شوې، د افغانستان، پاکستان او امریکا پر مسایلو او د یو بل پر وړاندې یې پر سیاستونو بحث کړی دی.
هغه د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تر ډېره پر امنیتي مسایلو متمرکز بللی او د نیوکې ترڅنګ یې، د کابل په اړه د اسلامآباد په سیاستونو کې د پراخ بدلون غوښتنه کړې ده.
ښاغلي حسین زیاته کړې، چې له افغانستان سره باید یوازې له امنیتي زاویې چلند ونه شي او نه هم د دغه هېواد ټولو ستونزو ته د یوې واحدې حللارې په سترګه وکتل شي.
توقیر حسین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «په تېر کې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تر ډېره پر امنیتي مسایلو متمرکز و. د پاکستان او افغانستان اړیکې د دواړو هېوادونو د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.»
دغه پخواني امریکايي ډیپلوماټ د خپلې مقالې په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن افغانستان ته له روښانه ستراتیژۍ پرته دننه شو او فکر یې کاوه چې پوځي او ټکنالوژیک برلاسي کولای شي د افغانستان واقعیتونه د امریکا په ګټه بدل کړي.
جاپان کې د پاکستان پخوانی سفیر او د امریکا د جورج ټاون پوهنتون استاد په دې اړه ویلي: «پر افغانستان د امریکا برید له هر ډول روښانه ستراتیژۍ بېبرخې و او بېرته وتل یې هم د یوې ماتې پایله وه؛ د امریکا هر ډول مالي مرسته نه شي کولای د دغه هېواد د ناکامو جګړو زیانونه جبران کړي.»
د پاکستان پخواني سفیر همداراز خبرداری ورکړی چې اسلامآباد باید د اسلامي امارت د مخالفو ډلو ملاتړ ته، که هغه د خپلو ګټو له مخې وي او یا هم د واشنګټن په غوښتنه، مخه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د کابل او اسلامآباد اړیکې تل له لوړو ژورو سره مخ وې او په ځینو مواردو کې د پاکستان د هوايي بریدونو او د هېواد د هوايي حریم د نقض تر کچې هم رسېدلې دي.
